فرانسه کې وسله وال بريد پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۱)
د فرانسي په سټاربرګ ښار کې په وسله وال بريد کې پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او بریدګر له سيمې په تيښته بريالی شوی دی.
د فرانسې د کورنيو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، دغه بريد د کرسمس په نوم په جوړ شوي بازار کې د اروپايي پارلمان ته نږدې سيمه کې رامنځته شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د بريد په ترڅ کې درې تنه وژل شوي او دولس تنه نور ټپيان دي زياتوي چې په ټپيانو کې د شپږ کسانو روغتايي حالت ښه نه دی.
د سټاربرګ ښار پوليس وايي، بريد کوونکی د پيښې له ځايه تښتېدلی خو دوی يې په اړه له خوا معلومات لري او د نيولو عمليات پلټنې پيل شوي دي.
پوليس وايي، بريد کوونکی نهه ويشت کاله عمر لري او د همدې ښار اوسېدونکی دی.
تر اوسه معلومه نه ده چې برید کوونکي د څه هدف لپاره دغه برید ترسره کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له تيرو څو ورځو راهيسې په فرانسه کې د تيلو نرخونو د لوړېدو له کبله لاريونونو روان دي چې تر دې دمه حکومت د سلګونو لاريونوالو د نيولو خبر ورکړی دی.



