فراه: طالبانو د شيبکوه ولسوالۍ ونيوله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۱)

طالب وياند ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپانه کې ويلي، نن سهار د نهه بجو په شاوخوا کې د يادې ولسوالۍ مرکز، امنيه قومندانۍ، د استخباراتو مديرت او شاوخوا ټول تاسیسات د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

د مجاهد په وينا، د يادې ولسوالۍ مرکز او شاوخوا تاسيسات له تيرو دريو مياشتو راهیسې د طالبانو له خوا کلابند چې نن سهار د ولسوالۍ ټول پرسونل د يوې لويې قوې پر مټ د ولسوالۍ څخه وتلي او د مرکز په شمول ټول تاسيسات د طالبانو لاسته ورغلي دي.

سيمه ييزې امنيتي سرچينو د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته د ولسوالۍ پرېښودل منلي خو تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

ولسوالۍ ته نږدې باوري سرچينې وايي، حکومتي پرسونل له وتلو وروسته په ياده ولسوالۍ کې يو شمير وسایط او مهمات هم پاتې شوي چې د طالبانو لاسته روغلي دي.

طالبان وايي، په دې اړه نور جزيات به وروسته خپاره کړي.

د فراه ولايت شيبکوه ولسوالۍ د تير ۲۰۱۷ م ميلادي کال په اکتوبر میاشت کې هم طالبانو د يوې جګړې په ترڅ کې نيولې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button