ټاکنو کمېسيون: د کابل رايې له سره شمېرل کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۱)

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال وياند ذبیح الله سادات وايي، له څو ورځينې ځنډ وروسته د ولسي جرګې لپاره د کابل رايو بيا شميرل پيل شوي دي.

د سادات په وينا، د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د ټاکنو شکاياتو کمېسيون په دې هوکړه کړې چې د دغه ولايت رايې به له سره شمېرل کېږي او اوس عملاً د رايو شميرل دوام لري.

نوموړی وايي، هڅه کېږي چې د روانې او راتلونکې اوونۍ په وروستيو کې د پاتې ولايتونو پایلې هم اعلان شي.

د تيرې پنج شنبې په ورځ د ټاکنو شکاياتو کمېسيون د ولسي جرګې لپاره د کابل ولايت ټولې رايې ځکه باطلې اعلان کړې وې چې په وينا يې په دغه ولايت کې تر نورو ولايتونو زياتې درغلې شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې ولې شکاياتو کمېسيون خپله پريکړه بيرته اخيستې خو دغه کمېسيون ويلي و چې د ولسي جرګې ټاکنو په دوه ورځو کې له يوولس زره څخه زيات د درغليو او زورواکۍ شکايتونه ورته رسېدلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button