(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۱)
د منګولیا هیواد اعلان کړی چې غواړي د ناټو تر چتر لاندې افغانستان ته تر سلو ډیر عساکر را واستوي .
د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز جنرال “بادامبزر“ ویلي، خوښ دی چې افغانستان ته خپل سرتیري استوي او په دې هیله دی چې سرتیري به یې افغانستان ته امن ور وبښي.
نوموړی ویلي، افغانستان ته ۱۱۳ تنه عسکر لیږي چې په وینا یې دغه ځواکونه به جنګي ماموریت مخته وړي او د خپلو ځواکونو د صبر او استقامت ستاینه یې کړې.
لوی درستیز له خپلو ځواکونو چې زیاتره میرمنې هم په کې شاملې دي؛ غوښتي چې نړیوالو اصولو ته په پام سره دې خپل جنګي ماموریت مخته یوسي.
باید وویل شي چې په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندې تر ۱۵ زره ډیر پوځیان او لسګونه زره قراردادي جنګیالي میشت دي چې له افغان پوځیانو سره اوږه پر اوږه د طالبانو پر وړاندې جګړې مخته وړي.


















