حکومت: خپلسري مذاکراتو ته اړتیا نشته؛طالبان دې له مونږ سره خبرې وکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۱)

وروسته تر هغه چې د ملي یووالي حکومت د سولې په نامه لوی مشورتي بورډ اعلان کړ چې په کې د ټولو سیاسي ګوندونو استازو او دولتي چارواکو ته  ګډون ورکړل شوی، تازه یې په یوه اعلامیه کې پر سیاسي ګوندونو ژغ کړی چې باید له طالبانو سره دخپلسري جوړجاړي هڅه ونه کړي.
اجرایه ریاست ویلي، له طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتو دي او د سولې راتګ به له کوم قید او شرط پرته پیلوي، خو په وینا یې چې د خبرو په جریان کې به شرطونه شتون ولري.
دغه راز د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې د ولسوالانو یوې غونډې ته یې وینا کوله وویل، له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره ښه وخت دی چې هغوی باید استفاده ترې وکړي.
په همهاله توګه ارګ پر سیاسي جریاناتو ژغ کړی چې
یوازي مذاکره کوونکی پلاوی طالبانو سره د خبرو صلاحیت لري او دوی نه شي کولی له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کیني.

د ولسمشر مرستیال ویاند عارف صمیم ویلي؛د سلام رحیمي په مشرۍ د سولې له مشورتي بورډ پرته بل هیڅ آدرس نه شي کولی د نظام په استازیتوب یا د خپلو موخو په خاطر طالبانو سره د خبرو اراده وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې جمعیت ډلې څو ورځې وړاندې ویلی و چې هڅه کوي، یو پلاوی وټاکي څو د خپل ګوند په استازیتوب له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

د کابل بوهنتون استاد او سیاسي شنونکی ډاکټر فیض محمد ځلاند وایي ، ارګ په لوی لاس ټولې هغه لارې، چارې، وړ کسان چې د منځګړي، جرګې او ملي کردار د لوبولو وړتیا لري تر خپل فرمان لاندې راولي چې بې اغېزه شي او ترې د ټاکنیزو سیاسي لوبو ناوړه ګټه ترې واخلي.
نوموړی له حکومت څخه غواړي چې، سوله ملي لومړیتوب دی، د ټاکنیزو سیالیو ښکار کیږي دې نه.

ځلاند د ستر مشورتي بورډ په تړاو چې تیره ورځ ټاکل شوی وایي “دا یواځې د ولس د غولولو د پاره یو سیاسي، کمپایني حرکت دی، هیڅ عملي بڼه نلري. هره هغه کس او جوړښت چې د غني په فرمان د سولې بحث ته مخکي کیږی، هغه حکومتي، پروژوي بڼه اختیاروي“

نوموړی زیاتوي، طالبانو وار د مخه له حکومت سره خبرې رد کړي، نو دا کسان هم چې اغېز لرلی شي، په دې توګه بې اغېزه کیږی، “د غني لخوا په لوی لاس د سولې روان بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کیږي.“

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button