د روسیې بیلتون غوښتونکو د اکراین پوځ په مرکزونه بریدونه کړي

(کابل ټکی کام : شنبه، مرغومی ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل):

د اوکراین پوځ تېره ورځ وویل چې د پنجشنبې له ورځې راپدې خو، په ختیځ ښار “دونباس” کې د دوی پر مرکزونو  پرلپسې دوې حملې شوي دي .

د اکراین ځواکونه او روسي پلوه بیلتون پاله يو پر بل باندې تورونه پورې کوي چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په مناسبت وضعه شوی اوربند يې مات کړی دی .

د نړیوالو رسنیو د خبر په نبسټ په دغو حملو کې کوم ځاني زیان نه ده اوښتی، خو بیلتون پالان بیا وايي چې تېره ورځ د ختیځ ښار
«دونیچک» پر یوه کلي او هوايې ډګر باندې د پوځ په بریدونو کې مالي زیان تر څنګ یو عسکر هم وژل شوی دی .

روسي پلوه بیلتون غوښتونکي وايي چې د اکراین پوځ په دوه ورځو کې، ۱۱  سرغړونې کړې او اوربند يې مات کړی دی.

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button