(برخه: اوومه )
ژباړه: عبدالواسع « صابر » او امان الله « اماني »
د: هسپانيا (اندلس)
په هسپانيا کې د مسلمانانود واک ختميدولو څخه پنځه پيړۍ (۵۰۰کاله) تيرېږي ، صليبيانو د هسپانيې تر نیولو وروسته په ډېره بده اوغيرانساني توګه مسلمانان ختم کړل، په زرګونه مسلمانان يې وسوځول، بې شميره خلکو د دې ظلم او جبرپه سبب او عيسائيت قبول کړ، مسلمان پاتي کيدل هلته نا ممکن شول، خو له کوم وخت څخه چې ازادي شوې نو يوځل بيا د اسلام خپراوی پېل شوی دی. د مسلمانانوشمير دوه چنده شوی او د جوماتونو شميرله ۱۰۰څخه زيات شوي، نژدې ۳۰اسلامي ادارو ځانونه ثبت اورسمي کړي.
دحکومت د رسمي شمېرنې په بنسټ د مسلمانانوشمېردرې لکه خو د غير رسمي شمېرنې په بنسټ د مسلمانانوشمېر پنځه لکو ته رسيدلی دی.
د المندو ورځپاڼه ليکي چې د هسپانيه په ۱۶ ايالاتونوکې ۲۰۰جوماتونه دي، په سرکاري توګه ۱۰۰ اسلامي ادارې ثبت او رسمي شوي دي، خو د غير رسمي ادارو شمېر۲۰۰ ته رسېږي.
د ګرينډا ښار اندلستان يوځل بيا اسلامي مرکز ګرځي، هلته نژدې ۲۰۰۰مسلمانان اوسيږي ، چې د نجارۍ کارکوي، مېرمنې څادراو سکارف په سرکوي او نارينه ږيرې پرېږدي ، نژدې څو زرو هسپانيايانو اسلام قبول کړی. د شمالي افريقا څخه هم زيات مسلمانان هسپانيا ته تللي دي، په هسپانيوي ژبه کې نژدې څلور زره عربي کلمات شتون لري.
يو هسپانوي پروفيسور پيډرومارټيز وايي (اسلام يوجامع مذهب دی چي عام سړی هم پرې عمل کولای شي ).
اوس مسلمانانو داغوښتنه پېل کړې ، چې د هغوی پرېکړې اوفيصلې دې د اسلامي قانون په بنسټ وشي.
پروفيسور مارټيزوايي (په څو راتلونکوکلونوکې به هسپانيا د نورو ټولواروپايي هېوادونو څخه زيات مسلمانان ولري).

















