(کابل ټکی کام : شنبه، مرغومی ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل):
ننګرهار نه امنیتي چارواکي وايي، په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د داعش په پټنځایونو بریدونه ترسره کړي چې د خلکو په وینا د هوايي حملو په پايله کې ۱۴ تنه داعشي وسلوال وژل شوي او یو شمېر نور يې ټپیان دي .
د ننګرهار ولایت ویاند، عطاالله خوګیاڼي نن رسنیو ته ویلي دي چې دا کسان په اچین ولسوالي په مختلفو سیمو کې د هوايي ځواکونو په بمبار کې وژل شوي دي .
د افغان امنیتي ځواکونو ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګر ولایت په بېلابېلو سیمو کې د دوې د عملیاتو په لړ کې ۲۶ تنه داعشي وسلوال وژل شوي دي .
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش پر ضد پوځي عملیات له تېرو څو ورځو راهیسې روان دي، چې په دې عملیاتو کې تېره شپه د اچین ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې شوي، ۱۴ داعشیان وژل شوي او ۱۲ نوريې ژوبل دي .
سليم بریال


















