شعر/ نورالله « عرفان »
خزان به لاړ شي بهارونوترانې به وايو
سپــرلــی به راشي دګلــونوترانې به وايو
دتورې شپې تورماښامونه به ټوټه ټوټه شي
دسپينـووړانګـوسهـارونو تـــرانـې به وايو
په سپينوتوروبه داتورې بلاګاني مړې کړو
دفـتــوحـا تـواذانـــونـــوتـرانـــې به وايـــو
دژونـــدانـــه داوښ مهــاربـه په خندا ونيسو
دقـــافـيلــوپه ښــائـستـونوتــرانې بــه وايــو
داټـــاپوســان داوګونګټان به تل ذ لـيله ګــرځي
دبلــــبلانــواوازونــــوتـــرانــــې بـــه وايو
دبرياوی زيری به وشـــي زرپه تا عـرفـانه
دهـــر مسجـد پـه منبرونــو ترانـــې به وايــو


















