پکتیا: د اربکیانو د هاوان په برید کې یوه مور، دوه ماشومان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۵)

راپورونه وایي چې تیره ورځ غرمه مهال د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز اړوند د ابراهیم خیلو په سیمه کې د محلي پولیسو له پوستو څخه په سیمه کې پر کورونه د هاوانونو بریدونه شوي دي.
سرچینې وایي، برید داسې مهال شوی چې په سیمه کې نه طالبانو کوم شتون درلود او نه په همدې ورځو کې په یاده سیمه کې کومه نښته رامنځته شوې وه.

ځایي خلک وایي، د هاوان مرمۍ په یوه کور کې لګیدلې دي چې له امله یې یوه مور او د هغې دوه کوچني ماشومان په شهادت رسیدلي او درۍ تنه د کور نور کسان سخت ټپیان دي.
ویل کیږي، ټپیان د پکتیا حوزوي روغتون ته وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.
پیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې همهاله په هیواد کې د ملکي افغانانو پر ضد د کورنیو او بهرنیو ځواکونو له خوا سخت عملیات روان دي او ورځ تر بلې لسګونه افغانان د هوایي بریدونو او شپنیو چاپو ښکار کیږي.
امریکا وایي بریدونه یې قصدي بڼه لري او له همدې لارې غواړي پر وسلوالو طالبانو فشار راوړي څو د سولې خبرو ته چمتو شي او هغه شرایط چې دوی یې نه غواړي پرې ومني

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button