طالبان: د کونړ پر وحشت رسنیو او بشري سازمانونو خوله پټه کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۵)

طالبانو د “ورځې خبره“ تر عنوان لاندې په یوه مقاله کې چې د دوی رسمي نظر څرګندوي ویلي، په کونړ کې شوی وحشت قصدي عمل وو او لسګونه بیګناه هیوادوال په لوی لاس په کې په نښه شوي دي.
اعلامیه کې ویل شوي امریکایان غواړي په دې ډول عملیاتو کې افغان عسکرو  ته روحیه ورکړي او په وینا یې چې؛

“ واقعیت دادی چې همدا بربریت ددښمن د غوڅ شکست لوی ثبوت دی. شوروي اشغالګرو هم داشغال وروستیو کې همداسي وحشت او دهشت ته ملاوتړله،خو پایله یې غوڅه ماته او لویه شرمندګي شوه.“

طالبانو د دغه لوی برید په تړاو چې شاوخوا ۶۵ ولسي کسان په کې ووژل شول، له یوناما او نورو بشري سازمانونو هم ګیله کړې او په خبره یې چې تراوسه دکونړ د تازه ترسره شوې سترې فاجعې په اړه دبشري حقونو ټولنو او کابل کې دملګرو ملتونو استازي دفتر( یوناما)کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی ،همداراز هغه رسنۍ چې شپه او روځ د بې طرفۍ نارې وهي، کونړ کې ددې ستر جنایت او پراخې ملکي مرګ ژوبلې په اړه چوپه خوله دي.
طالبانو ویلي “ نه پوهیږو چې دوی به خپلې دې مجرمانه چوپتیا ته کومه توجیه لټوي“

اعلامیه کې د حکومت هغه ادعاوې رد شوې چې ګواکې په برید کې وسلوال مخالفین په نښه شوي او زیاته شوې چې

“په سیمه کې نه دمجاهدینو کوم مرکز وو او نه هم له سیمې پر دښمن برید شوی چې دښمن یې ځوابي حملې ته اړ کړی وي. واقعیت دادی چې همدادمظلوم او بې دفاع ولس پرضد پراخ او پلان شوي عملیات وو“

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې افغان او امریکایي ځواکونو خپلو عملیاتو، چاپو او بمبارونو ته زور ورکړی، چې په همدې لړ کې څو ورځې وړاندي دهلمند په ګرمسېر کې په ورته چاپه او بمبار کې ۳۰ تنه ملکي هیوادوال چې زیاتره ښځې او کوچنیان وو، شهیدان شول،د لوګر په محمد اغه،د غزني په ناوه او خوګیاڼو،د پکتیکا په ګومل او ارګون، دفراه په بالابلوک، دکندهار په شاه ولیکوټ، دننګرهار په شیرزادو او خوګیاڼو، دکندز په دښت ارچې او چهار دره او دفاریاب او بادغیس په مختلفو سیمو کې سلګونه ولسي وګړي په شپینو چاپو او بماریو کې شهیدان او ټپیان شوي دي.
چې د ګډحکومت مشرتابه او نړیوال بشري سازمانونو یې پر وړاندې چوپتیا ښودلې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button