(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۴)
په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت استازو په ننۍ غونډه کې وویل، په کونړ کې قتل عام رامنځته شوی، په لوی لاس ولسي کسان هدف ګرځول شوي او له ولسي خلکو سره خورا وحشتناک چلند شوی دی.
په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي غلام سخي مشواڼي وویل، په دغه بمبارۍ او د افغان ځواکونو په مخامخ ډزو کې ۵۹ تنه ولسي خلک چې زیاتره یې ښځې او ماشومان و، وژل شوي دي.
نوموړي د ۳۱ طالبانو د وژل کیدو ادعا هم وکړه او په وینا یې چې په یادو عملياتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٥ نور ملکي وګړي ټپيان شوي هم دي.
د کندهار د خلکو استازي عبدالرحيم ايوبي بیا وویل، وحشتونه ورځ تر بلې مخ پر زیاتیدو دي او په وینا یې چې ځيني ((غلامې څېرې)) د دغو تلفاتو پر وړاندې چوپه خوله ناست دي.
د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي هم دا پیښه وغندله او له عدلي او قضایي ارګانونو یې په تړاو د څیړنو غوښتنه وکړه.
د ملي یووالي حکومت یې پر وړاندې د تیر په څیر چوپه خوله دی خو پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا دغه فاجعه په سختو ټکو غندلې ده.
په کابل کې دامريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر رسنیو ته ويلي، دا عمليات د افغان ځواکونو لخوا پلان شوي و او دهغوى په مشرۍ ترسره شوي، امريکايي ځواکونو د همکار په رول کې مرسته کړې ده.
بلخوا بیا د کورنیو چارو وزارت و یلي،له هغه کسانو چې ملکیان یې په لوی لاس هدف ګرځولي، تحقیقات ترسره کوي.
طالبانو بیا په یوه پیغام کې ټینګار کړی چېپه سیمه کې نه د دوی د وسلوالو کوم مرکز وو او نه هم له سیمې پر دولتي ځواکونو برید شوی چې حکومتي قواوې یې ځوابي حملې ته اړ کړیې وي.
طالبان وایي؛
















