بادغیس: دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۵)

 

له بادغیس ولایت نه ورکړل شوي راپورونه وایي چې د دغه ولایت د مرکز قلعه نو اړوند د “ملمنجیانو“ په  سیمه کې طالبانو د دولتي ځواکونو پر عملیاتي قوه بریدونه کړي.
سرچینې وایي، یاده قوه تیره ورځ هم د طالبانو د بریدونو ښکار ګرځیدلې وه او نن یې یوځل بیا د وسلوالو په کمینونو کې تلفات ورکړي دي.
سیمیز چارواکي نښته تائیدوي خو په تړاو یې د جزئیاتو له ورکړې ډډه کوي
په عین حال کې طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي، د ملي اردو دغه کاروان چې د نورو محاصره عسکرو د مرستې لپاره روان و، تر برید لاندې راغلی او ۱۸ تنه د ملي اردو سرتیري یې وژلي دي.
طالبانو د دریو سنګرونو د نیول کیدو او ګڼو مهماتو د لاسته راوړنې خبر هم ورکړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button