مشرانو جرګه: د سولې اوازې په مرګونو پیښو بدلې شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۵)

د مشرانو جرګه وایي چې د خلیلزاد د هڅو سربیره بیا هم په هیواد کې د سولې عملي نښانې نه لیدل کېږي او وضعیت ورځ تر بلې په خونړي کیدو دی.

سناتوران وایي، په هیواد کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه په ډراماتیک ډول پورته تللې او په شپنیو چاپو او عملیاتو کې په بیسارې توګه ولسي افغانان تلف کیږي .
د دوی په وینا چې د دې عملیاتو په تړاو د دولتي چارواکو،نړیوالو بشري سازمانونو او ناټو ځواکونو چوپتیا هغه څه دي چې د ملکي مرګ ژوبلې عاملینو ته یې لا جرأت ورکړی دی.

د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون وایي، روان وضعیت د منلو نه دی او په مخنیوي کې یې باید ښکیل لوري جدي اقدامات وکړي.
د مشرانو جرګه داسې مهال دا اندیښنه څرګندوي چې د ګډوځواکونو له خوا په همهاله توګه د هیواد په ګوټ ګوټ کې پر ولسي خلکو بیسارې بمبارۍ او شپنۍ چاپې روانې دي او هره ورځ لسګونه بیګناه هیوادوال په کې خپل ژوند له لاسه ورکوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button