تر راتلونکو دریو میاشتو به د ښاري ترافیکو ټولې چارې کمپیوټري شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۵)

د کورنیو چارو وزارت وایي،د مخابراتو له وزارت سره یې داسې تفاهمنامه لاسلیک کړې چې له مخې به یې د ترافیکو ټول خدمات په کمپیوټري او مډرن ډول بدلې شي.

د کورنیو چارو زیر اویس احمد برمک وایي، دا خدمات به د “آسان“ ادارې له خوا وړاندې کیږي چې له مخې به یې د ښار په مختلفو څلور لارو کې پلیټ لوستونکې کمرې لګول کیږي او په مټ به یې په ترافیکي تخلفاتو او امنیتي پیښو کې د پام وړ کموالی راشي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، دا خدمات به لومړی کابل او بیا تر دوو کلونو پورې په نورو ولایاتو کې تطبیق شي.

د مخابراتو وزیر شهزادګل آریوبي  وایي چې له کمپیوټري خدماتو په استفادې سره به مشتریان کولی شي په آسانۍ سره خپل د موټر چلولوجواز “لایسنس“ او جواز سیر د ځیرکو کارتونو له لارې ترلاسه کړي.
دغه راز به په لنډه موده کې د آنلاین پاسپورټونو د ویشل کیدو لړۍ هم پیل کړي.
د دواړو وزارتونو ترمنځ د تفاهمنامې له مخې ټول ګمرکات د ترافیکو له مرکزي سیستم سره وصل کیږي، د پیښو آرشیف شوي اسناد به بریښنایي کیږي او یو واحد مرکز به د عامه خدماتو لپاره جوړیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button