سوله او وحشت، نه یوځای کېدونکې لارې!

م. جميل باور
له کومې ورځي چې د اسلامي امارت سياسي استازو او امریکایي چارواکو ترمنځ دسولې غیری رسمي خبرې پیل شوي، له هماغې ورځې افغانستان کې میشتو ناټو او امریکایي اشغالګرو عسکرو له لوري د هیواد په لراوبرکې په ملکي هیوادوالو وحشیانه او ړندو بمبارونو او شپنيو بې رحمه چاپو زور نيولی.
د دې کرغيړنې لړۍ وروستۍ یې د ختیځ ولایت کونړ دشلتن ولوسوالۍ په شیګل دره کې په درېو کلیو د اشغالګرو امریکایي او تش په نوم افغان ګوډاګیو عسکرو له لورې وحشیانه عملیات و ، چې پایله کې یي ۶۵ملکي هیوادوال چې ډیری یې ښځي او ماشومان و، په شهادت ورسیدل.
دا چې اشغالګرو امریکایي او ګوډاګیو عسکرو د طالبانو په وړاندې د جګړې په ډګر کې ماته خوړلې او له طالبانو سره د مخامخ جګړې توان یي له لاسه ورکړې؛ نو هڅه کوي چې د خپلې ماتي غچ له ملکي هیوادوالو واخلي او د سولې په راتلونکو خبرو کې په طالبانو د فشار راوستلو او د خپل دريځ لوړولو په پار دا ډول وحشي کړنې ترسره کوي.
د امريکایانو له لوري د سولې په نوم پيل شوې وروستۍ هڅې د دې لپاره دي، چې ځان سولې ته ژمن وښيی او په کورنۍ او سيمه ايزه کچه په اسلامي امارت فشارونه ډېر کړي، او له اسلامي او ملي ارزښتونو او دغه راز د زرګونو شهيدانو د ارمانونو خلاف يو تړون ته يې مجبور کړي.
اسلامي امارت، چې اوس مهال د مسلمانانو لپاره د نړۍ په کچه يوازينۍ هيله ده، مشرتابه ته يې پکار دي، چې د سولې راتلونکې ممکنه مذاکراتو د پيل لپاره د اشغالګرو له لوري د ملکي شهادتونو بندولو شرط کيږدي.
دغه راز افغانستان څخه د ټولو اشغالګرو عسکرو د وتلو په حق دريځ کلک ودريږي او پرې نه ږدي چې د ګران هيواد ا شغال دوام وکړي او د زرګونو شهیدانو له سپېڅلي ارمان( ازادي او اسلامي نظام) سره جفا وشي.
د اشغال د خاتمې لپاره له ډيپلوماتيکو هڅو سره هم مهاله په امریکايی اوحکومتي مهمو اهدافو دې خپلو ځپونکو بریدونو ته دوام او لا پراختیا ورکړي چې اشغالګرو ته معلومه شي چې افغان غيور ملت د خپلواکۍ لپاره له مبارزې ستړی نه دی او هيڅکله به د دوی ناروا غوښتنې ونه مني.
په دې توګه به اشغالګر اوکورني ګوډاګیان اړشي چې په ملکي اهدافو بریدونه ودروي او هم به په نظامي او سیاسي ډګرونو کې د اسلامي امارت دريځ لا پياوړی او ځواکمن شي او مقابل طرف به له غولونکي سیاست څخه لاس واخلي.



