سعودي عربستان د شیخ النمر په ګډون ۴۷ تنه ديني شخصیتونه په دار وځړول

(کابل ټکی کام : شنبه، مرغومی ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل):

د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزات اعلان کړی چې نن د هفتې په ورځ د مرغومي په ۱۲ نېټه يې د شیخ النمر په شمول ۴۷ تنه ديني شخصیتونه د ترهګرۍ ملاتړ په تور په دار ځړولي دي .

ایران د شیخ النمر چې شیعه روحاني مشر وه په اړه يې څو واره سعودي عربستان ته خبر داری ورکړی وه خو له دغو خبرداریو سره سره يې نن په  دار کړ .

81813524-70257510
شیخ النمر چې شعیه روحاني مشر وه

د یران د بهرنيو چارو وزارت څه موده وړاندې سعودي ته په یوه اخطاریه کې ويلي وه کچیرته د شیخ النمر باندې د اعدام حکم تطبیق شي نو سختې پایلې به ولري .

دغه راز د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرنیو سیاستونو د کمیسیون ریس علاوالدین بروجردي هم سعودي عربستان ته خبرداری ورکړی وو چې د شیعه مشر النمر د اعدامولو په صورت کې به د ایران او سعودي عربستان ترمنځه جدي بحران رامنځ ته شي.

شیخ النمر شیعه مشر تیر کال د سعودي عربستان لخوا د ترهګرۍ او په هیواد کې د نارامیو کې د لاس لرلو په تور د اعدام په سزا محکوم کړی وه .
نوموړي د هغه مشرانو نه وو چې په ۲۰۱۱ کال کې د سعودي عربستان په ختیځ د قطیف په سیمه کې د دولت پر ضد په مظاهرو لاس پورې کړی وو او د سعودي حکومت د یو ستر ګواښ په سترګه ورته کتل .

د سعودي حکومت د اعدام شوو کسانو نومونه او انځورونه خپاره کړي، چې په دغو اعدام شویو کې یو مصری او بل یې د چاد  دهېواد اوسیدونکی دی نور۴۵ تنه يې ټول سعوديان دي .

ea2bd62021
سعودي مشهور عالم (فارس الشویل)

په اعدام شویو کسانو کې یو شیعه عالم شیخ النمره نه پرته نور ټول يې سني علماء دي .

د سعودي مشهور عالم (فارس الشویل) هم په اعدام شویو کسانو کې شامل دی نوموړی د سعودي حکومت په ۲۰۰۴ کال په دې هیواد کې د القاعدې ډلې د مشر په تور نیولی و.

د نوموړي په اړه ویل کيږي چې د شرعیاتو ماسټري يې اخیستې وه او د سعودي په حکومت يې تندې لیکنې، نیوکې او بیانونه ورکول .

سعودي عربستان حکومت تل هغه علماء نیسي او بنديانوي يې چې کله هغوي د شاهي کورنۍ په باطلو سیاستونو نیوکې وکړي او یا د جهادي ډلو سره کوم راز ولري .

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button