ليکنه : وهاج «افغان»
(( غازی امان الله خان او ناکام امان الله خان))
دوه امان الله خانه لرو، په يو يې وياړو، خو په بل يې نه.
د دواړو د ايمان مسأله الله تعالی ته ده، او دواړه الله تعالی ته ورغلي دي، زمونږ لپاره يې ظاهر دی، دواړه مسلمانان و، او د مسلمانۍ تظاهر يې کړی دی، ځانونه يې کافر او ملحد نه دي ګڼلي.
په کوم امان الله خان وياړو؟
په هغه امان الله خان وياړو چې:
د افغانستان د استقلال پلار دی.
له انګرېزي ښکېلاګرو سره يې په نره جګړه کړې، او په نره يې د غازي لقب ګټلی.
په انګرېزانو يې جبرا د افغانستان استقلال منلی.
د نړۍ له مختلفو سترو او کوچنيو هېوادونو سره يې د افغانستان د اړيکو نيولو لپاره لارې هوارې کړې.
د ذکورو او اناثو زده کړې ته يې وده ورکړې، چې دا د ده ابتکار و.
شاهي يې دستوري کړه، او ولس يې له ځان سره په حکومت کې شريک کړ.
ښځې ته يې د کار فرصت برابر کړ.
د افغانستان فوځ يې آپډېټ کړ، او د وخت په لازمو وسلو او آلاتو يې سنبال کړ.
په هند کې يې د انګريزانو په خلاف د انقلابونو لپاره هندوستاني ولسونه په جوش راوستل. ځکه هندوستانيانو (مسلمان+غير مسلمان) ورته د يو ستر قهرمان په سترګه کتل، او تقديراوه يې.
ولس ترې راضي و، مستبد نه و، د شوری په اسلامي مبدأ يې عمل کاوه، ځان يې د ولس په وړاندې مسؤول ګاڼه.
——
په کوم امان الله خان نه وياړو؟
په هغه امان الله خان نه وياړو چې:
خپله ښځه ملکه ثريا يې بې حجابه کړه، او لويې جرګې ته يې په اروپايي لباس کې حضور راوړ.
د غربي کلتور د رواجولو لپاره يې هلې ځلې پيل کړې، بلکې د جبري وسايلو له کارولو يې هم ډډه نه کوله.
ږيره پرېښودل يې منع کړل ،خاصکر د دولتي چارواکو .
حجاب يې منعه کړ، حجاب کړې ښځې يې په بازار کې له سودا اخيستلو منع کړې او که کومې ښځې به مخالفت کاوه؛ جرمانه به ترې اخيستل کېده.
دوهم واده يې تحريم کړ.
افغانستان يې په اروپا قياس کړ.
ښځې ته يې د کار فرصت برابر کړ، خو نه په افغاني او اسلامي شرايطو، بلکې په اروپايي شرايطو.
د اسلامي مخالفتونو تر څنګ د سياسي حماقتونو ښکار شو.
له دې غافل پاتې شو چې انګرېز به خامخا له ده انتقام اخلي.
د خپلې ټولنې د حساسيتونو او احساساتو درک يې له لاسه ورکړ.
(هماغه کيسه ده چې: هوښياره مرغۍ نه نښلي، خو چې نښلي له دواړو پښو نښلي).
—–
که چېرې امان الله خان د خپل ولس د ايمانياتو، احساساتو او حساسياتو درک له لاس نه وای ورکړی، ځينې اسلامي فوق الذكر احکام يې نه وی چېلنج کړي، د افغانستان غوندې په امي عنعنوي او له جهالته او ظلمه رنځېدلې ټولنه کې يې خپلو پوهنيزو او مديريتي اصلاحاتو ته زور ورکړی وی؛ نو نه به په دې ګران هېواد کې سرسخته کمونستان پيدا کېدل، نه به خلقيان او پرچميان منځته راتلل، او نه نور سرزوره افراطيان.
خو متأسفانه چې امان الله خان بذات خود د افراط او تفريط دواړو ښکار شو.
له متطرف طبيعت او متطرفې اب و هوا به همداسې متطرفين پيدا کيږي، هغه يې که اسلامپالو کې دي او که اسلام ضدو کې.

















