پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د سولې لپاره د مذاکراتو هيلې ؛ خو د بلې نوې جګړې اندېښنه

fateh1 نشرونکی: fateh1
جنوري 2, 2016
کټګوریانې: سرمقاله
0
9
ځلې شریک شوی
107
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د تېر دسمبر په مياشت کې چې په اسلام اباد کې د اسيا زړه په نامه کنفرانس جوړ شوی و او پکې تر ۳۰ پورې ګاونډيو او د سېمې هېوادونو برخه اخيستې وه ، دامريکا ، چين  او روسيې ونډه پکې زياته وه. په کنفرانس کې د سېمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ، سياسي او نورو برخو کې دهمکاريو څخه لومړيتوب د افغانستان مسئلې ته ورکړل شوی و.

دغونډې کوربه هېواد ياد کنفرانس ته د سېمې هېوادونه په دې موخه رابللي ول، چې نور د افغانستان مسئلې ته د پای ټکی کېږيدي . امريکا ، چين ، پاکستان په خپلو کې ژمنې وکړې ، چې د طالبانو سره به د مذاکراتو د پېل څخه د مخه خپلو کې لومړی لېدنه وکړو، چې په همدې موخه کابل ته د پاکستان لوی درستيز راحيل شريف راغی او د اشرف غني او د ډاکټر عبدالله په شمول يې د هېواد د لوړ پوړو چارواکو سره هم وليدل . په دې ليدنو کې د مذاکراتو نيټه څرګنده نشوه؛ خو دومره وويل شول چې د نوي کال ۲۰۱۶ ز په جنورۍ کې به مذاکرات وشي و چې دا دی د نوي کال په رارسيدو  سولې او مذاکراتو ته د افغانانو هيلې زياتې شوي دي. د بلې خوا چې ډاکټر عبدالله او ولسمشر اشرف غني له پاکستانه کومې نارضايتۍ درلودې کابل ته د پاکستان د پوځ د سرلښکر راحیل شريف په راتلو هغه هم لري شوي او د طالبانو سره د مذاکراتو او سولې امن هيلي يې بيا څرګندې کړې. تېره ورځ چې د پاکستان د دفاع وزير خوا جه اصف په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وينا کوله يوې خطرناکې موضوع ته يې اشاره وکړه ، چې د مخه به کابل پر اسلام اباد نيوکې کولې ، چې د افغان مسئلې د حل په اړه د صداقت ګامونه پورته کوي . د سولې د مذاراتو د ناکامي به يې په اسلام اباد ور اچوله ؛ خو د اسلام اباد اسيا زړه په کنفرانس کې پرېکړه شوې چې دا ځل به امريکا ، چين ، پاکستان او افغانستان په شريکه د مذاکراتو د پېل کولو هڅې کوي. خواجه اصف وويل: البته د تېرو مذاکراتو په پرتله د نوو مذاکراتو د پېلولو لپاره  پاکستان هڅه کوي، چې ټول طالبان مذاکراتوته رضا کړي او که کوم طالبان سوله نه غواړي د هغوی پرخلاف به مبارزه کوي.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

دلته د خواجه اصف اشاره ديته وه ، چې د اسلام اباد له سرڅخه به د مذاکراتو د ناکامۍ پړه پرېوزي، چې دا ځل خپله افغانستان هم د مراکراتو په پېل کولو کې شريک دی . د کارپوهانو په نظر، که خدای مکړه ، د طالبانو او دولت مذاکرات ناکام شي ؛ نو په افغانستان کې به يوه بله نوې جګړه پېل شي . لومړی به دولتي پوځونه يوازې د طالبانو په مقابل کې جنګيدل اوس به د نوې راپيداشوې داعش ډلې سره هم جنګېږي . ورسره به په ولاياتو کې د طالبانو او داعش ترمنځ هم جګړه زور واخلي. لومړی د روسانو په مقابل کې د امريکا د وسلو جوړولو کارخانې مجاهدينو سره د بين المللي مرستو په مقابل کې چليدې ، بيا د۲۰۰۱ راپدېخوا دولت ته يې د طالبانو په مقابل کې د ملياردونو ډالرو سپکې او درنې وسلې ورکړې ؛ که مذاکرات نکام شي  د داعش ډله به د امريکا د پراخو وسلو او ډالرو په زور بې روزګاره ځوانان جلب کوي، د دولت او طالبانو په مقابل کې به جګړه روانه وي . همدا اندېښنه وه ، چې د افغانانو خوب يې حرام کړی دی.

مخکینې مطلب

طالبانو د فرهنګي چارو کميسیون مرستیال ملاسید محمد حقاني وفات شو

بل مطلب

سعودي عربستان د شیخ النمر په ګډون ۴۷ تنه ديني شخصیتونه په دار وځړول

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com