ټرمپ په ناڅاپي سفر عراق ته تللی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۶)
لویدیځې رسنۍ وایي،امریکایي ولسمشر ډونالډټرمپ عراق ته رسیدلی او هلته یې له خپلو ځواکونو سره کتلي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې “سارا ساندرز“ په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، ټرمپ له خپلې میرمنې سره یوځای د کرسمس په شپه عراق ته تللی څو هلته له خپلو ځواکونو سره لیدنه وکړی او هغوی د دې ستونزمن ماموریت د ګاللو له امله وستایي.
نوموړې ویلي،ټرمپ به د کرسمس مراسم له امریکایي پوځیانو سره په عراق کې ولمانځي.
د آسوشیتد پرس خبري اژانس له قوله؛ ټرمپ له عراق څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو پلان نه لري.



