طاعون دی که سرسام دی شپږمه ورځ د جدي…

آصف الله آصفي —

نن د جدی شپږمه پر اسلامي افغانستان د پخوانی شوری اتحاد د یرغل ۳۹مه کلیزه ده. څه کم څلور لسیزې مخکې، د ۱۳۵۸کال د جدی په شپږمه نېټه، د شوروی اتحاد سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ، د حفیظ الله لعین حکومت یې نسکور کړ او پر ځای یې د منحوس خلقی ګوند یو بل مشر ببرک کارغل واک ته ورساوه.

لعین او کارغل په خلق ګوند کې دننه د دوو مخالفو ډلو مشران و، خو پر لعین تور ولګول شو، چې د امریکا د استخباراتو د مرکزی ادارې، سی آی اې، جاسوس دی.

د جدی شپږمه په افغانستان کې د یوې تورې ورځې په نوم یادېږی او هر کال په دې ورځ غونډې کېږی، او دغه ورځ د اسلام ته د متعهدو هېوادوالو له لوری غندل کېږی او برعکس د خرڅ شویو افغانانو لخوا نه یواځې چې نه غندل کیږې بلکې د یرغل د مشروعیت لپاره ورته ډول ډول شیطانی مجوزونه لټوي چې له شرمه ډک وي.

د مرغومی یا جدی په شپږمه د پخوانی شوروی اتحاد په یرغل کې یواځې دا نه چې میلیونونه مظلوم افغانان کډوالۍ ته اړ شول، بلکې تر یو نیم میلیون ډېر افغانان ووژل شول او سلګونه زره نور معیوب شول او د معلوماتو پر بنسټ په دغې جګړه کې افغانستان ته تر ۲۰۰ میلیارده ډالره زیان هم واوښت.

پوځی کارپوهان د جدی شپږمه په افغانستان کې د هغې جګړې او بربادۍ چې تر ننه دوام لري پیل ګڼی او وایی، له کومې ورځې چې شورویانو په اسلامي افغانستان یرغل کړی، له هغې ورځې په هېواد کې نا امنی، جګړې، بربادۍ، ورانۍ او بې ثباتۍ پیل شوی چې لا هم دوام لری.

شوروی ځناور صفته پوځیانو نږدې لس کاله په ګران افغانستان کې تېر کړل، بالاخره د سلواغې په ۲۶مه د زړورو مجاهدو او مبارزو افغانانو په بې سارې قربانۍ د شوروی اتحاد مجهز پوځونه تېښتې ته اړ کړای شول، او ټول ځواکونه یې له افغانستانه په داسې حالت کې وویستل چې له راتلو تر ننه سخت پښیمانه دي، آن چې وخت نا وخت امریکایانو ته هم توصیه کوي چې کومه غلطی چې مونږ کړې تاسې یې مه کوئ، او مخکې له دې چې د افغانانو د غښتلو مټو د زور په لومه کې ونښلئ له دغه هیواده په عزت سره پښې سپکې کړئ.

د افغانانو هغه شعر لا هم د افغانانو په ذهنونو کې زمزمې کوي چې د روسانو د یرغل پر مهال به یې په سترو غونډو کې د سټیج پر سر زمزمه کاوه او ویل به یې چې:

طاعون دی که سرسام دی شپږمه ورځ د جدي

تور تم دی تور ماښام دی شپږمه ورځ د جدی

راځئ چې اوس شورویانو او روسانو ته د پیغور په شکل ووایو چې:

ستاسې خوله او زمونږ سوکان دي شپږمه ورځ د جدي

عالمونه مو دې منډو ته حیران دي شپږمه ورځ د جدي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button