نن د جدي شپږمه پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل نهه دېرشمه کاليزه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۶)
د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په شپږمه نیټه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو زموږ په ګران هیواد افغانستان یرغل وکړ.
له نن څخه نهه دېرش کاله وړاندې د شوروي د پوځ سرې لښکرې د هېواد په شمال کې د حيرتانو بندر له لارې افغان خاورې ته داخلې شوې.
په ۱۳۵۸ کال کې افغانستان ته د شوروي پوځیانو راتګ، په هېواد کې د خونړیو جګړو او د ګڼو هېوادونو مداخلو ته زمینه برابره کړه.
شورویانو په افغانستان کې د حفیظ الله امین حکومت نسکور کړ او پر ځای یې د ببرک کارمل په مشرۍ نوی حکومت واک ته ورساوه.
د جدي يا مرغومې مياشتې په شپږمه نيټه روسانو پر افغانستان د ځمکني يرغل تر څنګ له هوا هم بریدونه، بمبارونه وکړل او په هېواد کې يې د شاوخوا لس کالونو په تيرولو سره افغانستان په کنډواله بدل کړ.
د شوروي اتحاد په بمباريو، جګړو او جنګونو کې تر يو ميليون افغانان ووژل شول، سلګونه زره نور معيوب او معذور شول او دغه راز ميليونونه افغانان نورو هېوادونو ته په کډه کولو اړ شول.
افغانان د جدي شپږمه (د شوروي اتحاد د يرغل) پر ورځ پيژني او هر کال يې په هېواد کې د تورې ورځې په نوم يادونه کېږي.



