(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۶)
نن په پلازمینه کابل کې د خلاصون لار د شورا له خوا یوه پراخه غونډه رابلل شوې وه چې په کې پخوانیو جهادي قوماندانانو او نفوذي مشرانو ګډون کړی وو.
د غونډې ګډونوالو پر روانو حالاتو د اندیښنې تر څنګ له ښکیلو خواوو وغوښتل چې له خپلو شخصي ګټو ور آخوا باید په ریښتینې توګه د سولې د راتګ لپاره هڅې وکړي.
پخواني جهادي مشر او فعال محمدزمان مزمل وویل “انتخابات د حل لاره نه ده د حل لار یواځې او یواځې ریښتینې سوله ده چې باید پام ورته وشي.“
د دغې شورا مشر اکبر آغا بیا د امریکا له خوا د ۷ زرو سرتیرو د ایستلو له احتمالي پریکړې څخه ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، سوله تر هغو نه شي راتللی، تر څو د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو پریکړه نه وي شوې.
د غونډې ګډونوالو روان شپني عملیات او ړندې بمبارۍ چې زیاتره قربانیان یې ملکي وګړي ښځې او ماشومان دي په کلکه وغندل او د توقف د غوښتنې تر څنګ یې وویل،
“ د نظامي حملو او بمباریو درول د جگړې د ښکېلو اړخونو تر منځ د باور رامنځ ته کولو او سولې ته د ژمنتیا لامل کېدای شي“
ګډنوالو دغه راز وویل، تر اوسه د سولې لپاره ریښتینې هڅې نه دي لیدل شوې او باید ورته پوره پام وشي.
د حکومت له خوا ټاکل شوي مشورتي بورډ ته په اشارې سره وویل شول، باید سوله غوښتونکي بورډونه او جریانات د ولسونو له متنه را پورته شوي وي او که داسې نه شي، برخلیک یې بیا هم د سولې عالي شورا ته ور ګرځي چې په ولسونو کې یې خپل ټول باور له لاسه ورکړی وو.
ویناوالو په خپلو خبرو کې له بندیانو سره د سم چلند غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، د بندیانو خلاصون د افغانستان د اوسني کړکیچ او بحران لپاره د حل کیلي ده ،باید ښکیل لوري پرې غور وکړي.


















