سرلیکنه
د جدي شپږمه د افغانستان د تاریخ هغه توره ورځ ده چې افغان ولس به یې تر مرګه غندي، خپل راتلونکي نسلونه به د روسانو او د هغوی د کمونستو غلامانو له جنایتونو خبروي او دا به ورته ښيي چې څرنګه تورمخو غلامو کمونستانو روسي يرغلګرو ته د هېواد پر پاکه خاوره د يرغل زمينه برابره کړه.
د ١٣٥٨هـ ش کال د جدي په شپږمه، په تورماښام کې، روسانو د افغانستان پر سپېڅلي حريم تېری وکړ. د آمو له سينده د يو لک شل زرو پلیو عسکرو، چورلکو، زرهدارو ټانکونو او د جنګي شوبلو په بدرګه راواوښتل او زموږ د هېوادوالو په وژلو او د هېواد په کنډواله کولو یې پیل وکړ.
روسانو د هغو تورمخو کمونستانو په همکارۍ او مستقيمه لارښوونه پرافغانستان يرغل وکړ چې همدا اوس هم په افغانستان کې په لوړو پوستونو کې د افغان مجاهد ولس پر خلاف جنايات سر ته رسوي.
کونستانو لومړی د ۱۳۵۷هـ ش د ثور په ۷مه، کرغېړنه کودتا وکړه، او بيا یې د خپلو جناياتو په دوام، د ۱۳۵۸هـ ش کال د جدي په ۶مه، ستر جنايت د (روسانو يرغل) ته لاره هواره کړه. خو، لله الحمد، افغان تش لاسي مېړني ولس یې، چې د ايمان او افغاني غيرت په وسله سمبال ؤ، پر وړاندې کلک مقاومت وکړ او له خپلې خاورې یې سرټيټي وایستل.
د نړۍ ځواکمن هېوادونه په خپلو کې مخالفت سره لري، خو پر بل کمزوري هېواد یې د يرغل قانون سره یو دی. لومړی چې پر کوم هېواد یرغل کوي، د هغه هېواد نظام ړنګ کړي، واکمن یې څه ووژني او څه یې زنداني کړي او بیا د خپلې خوښي لاسپوڅي ته واک وروسپاري. د يرغل په لومړيو کې د نړيوالو په سترګو کې خاورې واچوي، وايي چې د دې هېواد د خلکو لخوا موږ ته د امن ساتلو لپاره بلنه راکړل شوې ده او مونږ په خپل پوځ سره د دې هېواد امن ساتو، که مونږ نه يو، د دې هېواد امن او سلامتيا له بهرني ګواښ سره مخ ده.
هر کودتاګر او يرغلګر د نړيوالو سترګو ته د خاورو شيندلو لپاره پلمې جوړوي. روسانو هم همداسې وکړل.. دوی په افغانستان کې کمونستي کودتا او بيا د جدي د شپږمې يرغل ته دا پلمه کړه چې افغانستان په خطر کې و.
روسانو د کرملين تالي څټي د کمونستي نظریې په چوکاټ کې د ثور د اوومې د کودتا په کولو پر افغان ولس مسلط کړل. تره کی یې په افغانستان کې د اسلامي ارزښتونو د له منځه وړلو او افغاني غيرت، عظمت او عفت تر پښو لاندې کولو ته وګوماره. په غلامانو کې د وژلو لومړی ګام يې په تره کي پورته کړ، او ورپسې تر هغه زيات کار یې له حفيط الله لعينه واخست.
روسانو چې خلقی غلام کمونست، حفيطالله لعين، وواژه، کارمل ېې پر ټانک سپور کابل ته راورساوه. روسانو پر افغانستان په ناڅاپي توګه يرغل ونه کړ، بلکې دمخه یې د یرغل پلان جوړ کړی ؤ.
د روسي جنرال، سنګيريف، د معلوماتو په اساس، د ١٩٧٩ز کال د ډسمبر په ١٢مه، روسي جنرالانو او د پخواني شوري اتحاد استخباراتي اداري کې.جي.بي د حفيظ الله لعين د وژلو او پر افغانستان د برېد پريکړه کړې وه.
د جوړپلان له مخې، روسانو د همدې مياشتې په ٢٧مه پر افغانستان يرغل وکړ. دوه میلیونونه افغانان یې شهیدان کړل، میلیونونه نور یې معیوب کړل، او ملیونونه نور یې له هېواده کډو کولو ته اړ کړل.
خو د افغاني مېړني او مجاهد ولس د مقدس او سپېڅلي جهاد له برکته، روسانو هم تر ګرمو اوبو پورې د رسېدو ارمان له ځان سره تورو خاورو ته يووړ. د زرګونو ټانکونو، الوتکو، شوبلو او پوځونو په له منځه تللو له شرمېدلې ماتې سره مخ شول. د تيښتي پر مهال چې روسي پوځونو تر شا نه کتل او سر-ماتي، غاښ-ماتي له آمو اوښتل، د روسي پوځ جنرال، ګروموف، یې وروستی اعتراف وکړ: پر افغانسان مو يرغل ستره تېروتنه وه.
هغه ورځ هم راتلونکې ده چې امريکايي جنرالان بۀ د ګروموف په څېر اعتراف وکړي.. د تېښتې پر مهال به ووايي چې امريکا پر افغانستان د يرغل ستره تېروتنه کړې وه.

















