جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

په ابوظبي کې رښتیا څه تېر شول؟!

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
دسمبر 27, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
807
ځلې شریک شوی
179
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نعمت میوند
د رواني میلادي میاشتې دسمبر پر 17-18 نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې د طالبانو لوړپوړي پلاوي د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايی پلاوي سره د دریو هغو هیوادونو داستازو په حضور کي چې د طالبانو حکومت یې په خپل وخت کې په رسمیت پیژندلی وو، غونډه وکړه، ترڅو د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د بندیانو د تبادلې او ملکي مرګ ژوبلي د پای ته رسولو پرسر خبري اتري وکړي.
یاده غونډه چې دوې ورځي یې دوام وکړ، د بندو دروازو ترشا ترسره شوه، چون میډیا ورته  لاس رسی نه درلود، ځکه یې په اړه زیاتره دروغ خبرونه چې له واقعیت سره یې هیڅ تړاو نه درلود؛ د ځینو مغرضو اشخاصو او کړیو لخوا په سیستماتیک ډول خپاره شول.
دا چي د مذاکراتو د مېز پرسر د بندو دروازو تر شا کوم موضوعات تر بحث لاندي ونیول شول؛ د ځینو معتبرو، هغو سرچینو په حواله غواړم د دې غونډي ځیني ناویلي حقایق ستاسو سره شریک کړم چي د غونډي د برخوالو سره یې ناسته کړې او د هغوی له خولې یې د غونډي جریان اوریدلی او ځیني یادښتونه یې ورڅخه ترلاسه کړي دي.

طالبان هلته څنګه ورسیدل؟
د طالب مرکچي پلاوي مشري د هغوی د سیاسي دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزي کوله چي وار له مخه لا د غونډي ځای ته رسیدلی و، دا چي نور لوړپوړي طالب چارواکي بیا په کومو سفري اسنادو او د چا په الوتکه کښي تر ابوظبي ورسیدل؛ د پورته معتبري سرچینې په حواله یې حقیقت داسی دی:
د ابوظبي د غونډې پر تدویر له توافق وروسته د غونډي کوربه هیواد او نور ګډونوال هیوادونه په جریان کي اچول شوي وو چي د طالبانو پلاوي ته به د سفر او استوګني آسانتیاوي دوی برابروي.
د اماراتو لویه الوتکه او د طالب استازو ابوظبي ته راتګ:
د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتي پر۱۶مه نېټه مازیګر مهال ناوخته د متحده عربي اماراتو یوه لویه پرمختللي ځانګړي الوتکه چي ویل کیږي؛ یوازي د خاصو او معززو میلمنو  او ډپلوماټانود تګ راتګ لپاره کارول کیږي؛ د ابوظبي د هوایي ډګر پر ځغاست لیکه کښیناسته.
دا الوتکه کي یوازي طالب چارواکو ته ځانګړې شوې وه، چي پکښي د طالبانو د مشرتابه د دفتر مشر مولوي امیرخان متقي، د طالبانو د سیاسي دفتر غړی ملامحمدعباس اخند، ډاکتر فقیر، او مولوي حماس شامل وو.
د سرچینو په حواله طالب دیپلوماتانو له ځان سره پاسپورټونه نه درلودل بلکې هغوی په ځانګړې توګه راغوښتل شوې وو او دا کار اماراتو پرغاړه اخیستی و لکه وروسته چي به تاسو ته د ملا محمد فاضل او ملاخیرالله خیرخواه په اړه هم معلومات وشي.
د دوی د استقبال لپاره د اماراتو ځیني چارواکي هوايي ډګر ته راغلي وو، هغوی د هوایي ډګر ځانګړي تالار ته رهنمایي شول، هلته یي په عربي قهوه او خرما میلمه پالنه وشوه دا چي د مازدیګر د لمانځه وخت و نو طالب استازو همدلته د مازدیګر لمونځونه ادا کړل.
تر لمانځه وروسته په ځانګړو مرمۍ ضد موټرانو کښي د سمندر غاړې  یوه پنځه ستوریز هوټل ته ورسول شول او هلته یې هم دروند استقبال وشو، په سبا ورځ همدلته مذاکرات پیل شول، په لومړۍ ورځ طالبانو د سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو د مسؤلو چارواکو سره په جلا جلا توګه مجلسونه وکړل او د ورځي په پای کي د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي سره د تعارفي مجلس لپاره کښیناستل.
دا چې ځیني خلکو په دروغو راپورونه ورکړي چې د طالبانو استازي په پاکستانۍ الوتکه کي د پاکستاني چارواکو سره ابوظبي ته راغلي؛ دا راپورونه حقیقت نه لري ځکه چي د ابوظبي د غونډي وړاندي د افغانستان، پاکستان، اماراتو او سعودي عربستان د استخباراتي چارواکو ترمنځ غونډه ترسره شوې وه چي د کابل څخه د ملي امنیت د مشاور حمدالله محب په مشرۍ ځینو چارواکو ګډون پکښي کړی و، پاکستاني چارواکي لا له وړاندي د همدې غونډي لپاره ابوظبي ته رسیدلي وو او هلته د راتلونکي غونډي په انتظار وو.
که فرضاً د طالبانو استازي په پاکستانۍ الوتکه کي تللي وي نو آیا دا پردې دلالت کوي چي طالبان د پاکستان تر تسلط لاندي دي؟ اوس هم ابوظبي ته طالبان په خپله الوتکه کي نه دي تللي بلکې د اماراتو په ځانګړې الوتکه کي د ځانګړو امتیازاتو سره لکه د پاسپورټ او ویزې نه شتون سره هلته تللي نو آیا طالبان اوس د اماراتو غلامان شول؟ یا دا چي په قطر کي اوسي او قطر ورته آسانتیاوي او امتیازات ور کوي نو طالبان د قطر غلامان شول؟
زه فکر کوم طالبانو یو داسي لوړ موقف غوره کړی چي د امریکا په څېر ستر ځواک د هغوی سره د خبرو اترو لپاره هرڅه ته تیار شوی دی ان تردې چي خپل قوانین هم ورته ترپښو لاندي کوي او ځانګړي امتیازات ورکوي لکه ملافاضل او خیرخواه ته د قطر هیواد څخه بهر د سفر اجازه ورکول.
نو تاسو څه فکر کوئ هغه هیوادونه چي شپه او ورځ امریکا ته لاس پر ځیګر ولاړ وي هغوی به ځانګړي امتیازات نه ورکوي بلکه اوس هر هیواد دې ته لیواله دی چي د طالبانو سره اړیکي جوړي کړي او طالبان هم باید دغه فرصت له لاسه ورنکړي ځکه چي پر یو هیواد حکومت کول د نورو هیوادونو او په ځانګړې توګه له ګاونډیانو سره له ښو اړیکو جوړولو پرته ناشونی کار دی.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ابوظبي په غونډه کښي د قطر هیواد موافقه:
داسي انګیرل کیدله چي د ابوظبي غونډه به د طالبانو او قطر ترمنځ اړیکو باندي منفي اثر وکړي. ځکه چي یو خو د قطر او متحده عربي اماراتو دښمني اوج ته رسیدلې او بل په دې غونډه کښي سعودي عربستان هم ګډون درلود چي د قطر هیواد د منزوي کولو اصلي لوبغاړی شمېرل کیږي، بل دا وېره هم وه چي قطر هیواد به ونه غواړي چي د غونډې د کوربه توب امتیاز امارات ترلاسه کړي.
خو د پورتنۍ سرچینې په حواله واقعیت دا دی چې طالبانو د ابوظبي د غونډي تر دایریدو وړاندي ګډونوالو هیوادونو ته دا یادونه کړي وه چې د دې غونډې پر دایریدلو به د قطر رضایت حتمي خبره وي، نو مقابل لوري او ګډونوالو هیوادونو قطر په کلي ډول په جریان کې اچولی او د هغه رضایت یې ترلاسه کړی وو. ګویا طالب پلاوی د قطر په خوښه هلته تللی و.
بله مهمه خبره دا ده  چې طالبان ځان په دې مجبور نه ګڼي چي همېشه به د یو ځانګړي هیواد په غوښتنه او خوښه هلته غونډي ترسره کوي بلکې چېري چي یې زړه وغواړي هلته به خپلي غونډي جوړوي، لکه څرنګه چي د پاکستان هم امید و چي غونډه اسلام اباد کي وشي خو طالبان په یو داسي هیواد کښي غونډي ته اماده شول چي وړاندي یې سیاسي مبصرینو وړاندوینه نه وه کړي.

د ملا محمد فاضل او خیرالله خیرخواه د سفر ستونزه څنګه حل شوه؟
طالبانو خپل د قطر دفتر ديپلوماتیک پلاوي ته هغه پخواني طالب چارواکي هم ور ضم کړي چي تر یوه لسیزه زیات کلونه یې په ګوانتانامو زندان کښي تېر کړي، هغوی د ګوانتنامو زندان څخه تر آزادیدو وروسته ټول وخت په قطر هیواد کښي اوسیدل او کوم سفر یي نه و ترسره کړی او تیر کال یې پاسپورتونه تر لاسه کړل خو بیا هم هغوی ته لا د سفر کول آسانه نه و، دا ځل د ابوظبي په غونډه کښي طالبانو امریکایان دې ته مجبور کړل چي ترخپل دې قانون تېر شي او دا بندیز مات کړي.
د دسمبر میاشتي پر ۱۷مه نېټه له امریکایانو پرته د اماراتو، سعودي او پاکستاني چارواکو سره ناستي پیل شوې خو د امریکایانو سره طالبانو ناستي وځنډولې ځکه چي ملا فاضل او ملاخیرالله خیرخواه ته د قطر هیواد څخه د وتلو اجازه نه ورکول کیده، طالبانو امریکایانو ته ویلي و که هغوی ته اجازه ورکوئ موږ مذاکرات درسره کوو که نه وي دا غونډه معطله ده. په پای کي امریکایان مجبورشول چي د غرور له هسکو راکښته او د طالبانو خبره ومني نو ځکه یې دغه دوه پخواني بندیانو ته د سفر اجازه ورکړه. هغوی د سمبر ۱۸مه د سهار لس بجې ابوظبي ته ورسیدل او هلته د خپلو ملګرو سره یوځای شول.
کیدای سي طالبانو هم موقع غنیمت ګڼلې وي او په دې توګه یې د خپلو پنځو لوړپوړو چارواکو لپاره د سفر مخ خلاص کړ، د طالبانو حرکتونو ته په کتو سره په هره غونډه کي خپل اسلامي امارت او مشرانو ته د نړۍ په کچه مشروعیت ورکوي او امریکا هم د ډیر مجبوریت له امله د طالبانو غوښتنو ته مثبت ځواب وایي.
د غونډي لومړۍ ورځ
د پورتنیو سرچینو په حواله په لومړۍ ورځ تر مازدیګر پوري د اماراتو او سعودي عربستان د چارواکو سره بیلابېلي ناستي وشوي، په ناستو کښي طالبانو تر ډیره بریده د دغه دوو هیوادونو پر اعتماد راجلبولو باندي تمرکز وکړ.
تر دې وروسته کله چې د قطر دفتر د پاتي غړو د سفر ستونزه حل شوه، طالب پلاوي هم امریکایانو سره د ناستي موافقه وکړه،او بیا طالبانو پخپل منځ کي سلا مشورې وکړي، پر حالاتو وږغیدل او د آینده ناستو لپاره یې کړنلاره جوړه کړه.

د غونډي دوهمه ورځ بحث څنګه او پرکومه اجنډا پیل شو؟

د سرچیني د شخصي یاداشت له مخي د غونډې د یوې برخي دلچسپ او توند بحث هلته پیل شو چي شیر محمد عباس ستانکزي په خپلو خبرو کي وویل:  افغانان اسلامي نظام غواړي که په هره بڼه وي خو خارجي مداخله به نه وي، مونږ تاسې ټولو اړ خونو ته وایو چې مهمه موضوع د بهرنیانو وتل دي، تر انخلا مخته هیڅ هم ممکن نه دي.
ستانکزي صاحب زیاته کړه: غواړم یوه خبره دا هم اضافه کړم تاسو به  له رسنیو اوریدلي وي چې په هیواد کې چاپې او شپني عملیات زیات شوي دي او دا عملیات ټول پر ملکي وګړو تر سره کېږي او زمونږ ښځې ماشومان وژل کېږي او حتی پوره کلي له منځه ځي، نو ښاغلی خلیل زاد! دا د ملکیانو هدف ګرځول باید بند شي.
خلیل زاد وویل:  که چیري د افغان حکومت هیئت په دې مجلس کې وای، ښه به وای، چي ځواب یې ویلی وای ځکه عملیات هغوی کوي، ملکي تلفات چې زه ورسره شخصا مخالف یم، خو اکثره ملکي تلفات فدایي او موټر بمونو په سبب هم منځ ته راځي. متحده ایالات چې کوم عملیات پلان کوي په هغو کې پوره کوشش کوي چې ملکي تلفات رامنځ ته نشي.
خلیلزاد وویل:  طالبانو تاسې غواړئ چې بهرنیان ووځي نو په مقابل کې تاسې څه راکوئ ؟
په ځواب کې یې د طالب پلاوي یو بل غړي مولوي امیرخان متقي وویل:  ښاغلی خلیل زاد! مونږ تاته یواځې دراتلونکي افغانستان په اړه اطمنان درکولای شو نور خو زمونږ سره هیڅ هم نشته ځکه هرڅه تاسو رانه اخسیتی دي. وطن، کور، کلي او امن تاسې را څخه وړي دي، د فضا او ځمکي اختیار تاسو غصب کړی، موږ اوس له تاسو همدا خپل حق غواړو. ته که زموږ هیواد ته راځې نو مهرباني وکړه په نظامي جامه کې نه، بلکې په دیپلوماتیک او تجارتي جامه کې راشه.
ښاغلی خلیل زاد، له افغانانو سره جدي پوښتنه ده چې د مذاکراتو له پیلولو سره هم مهاله، امریکایانو خپل بمبارونه تیز کړي، آیا دا د سولې معنا لري که د سولې د سبوتاژ کولو، داسي خو به نه وي چي امریکا یان په خپل کور کي په دوو برخو ویشلي وي چي یوه برخه سوله او مذاکرات غواړي بله برخه یې مخالفه وي او یا هم د کوم فشار اچولو په غرض؟  دا خو دا مطلب چې تاسې سوله نه غواړئ؛ که هدف مو له بمبار تیزولو  فشار اچول وي نو آیا دا 17 کلونو ستاسو فشارونو کومه نتیجه ورکړې؟  که ځواب مو منفي وي نو کامیابه خلک کله هم ناکامې تجربې نه تکرار وي، زه چې راتلم موږ ته  د خپل اولس له منځه په سلګونو پیغامونه راغلل چې د امریکایانو د بمبار شدت د مذاکراتو نتیجه ده ځکه امریکا یان غواړي د فشار له لاري څه تر لاسه کړی.
خلیل زاد : نه دا بمبار مونږ نه کوو دا د افغان دولت عملیات دي، د هغوی په خوښه ترسره کیږي.
متقي:  افغان دولت ته خو طیاري، بمونه او د تخریب وسایل تا ورکړي دي، که تاسې ته  د وروستیو عاموژنو او تخریبي عملیاتو معلومات نه وي مونږ کولای شو چې زمینه برابره کړو ترڅو هلته خبریالان ولاړ شي د بشر حقوقو ډلې ولاړي شي او کره معلومات راوړي.
پرون په هلمند ګرمسیر کې پوره بازار تخریب او وسوځول شو، هغه بله ورځ په کنړ کې پوره کلی سره له وګړو له منځه یووړل شو،تر دي مخته دهلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کي د یوه کور ټول 24 وګړي په دې شهیدان شول  چي دکور مخته یې په سرک یو نظامي طالب د لیږ وخت لپاره دریدلی او له چاسره غږیدلی و. موږ د دې ټولو  پیښوثبوتونه او ویډیو ګانې لرو او کولای شو چې همدا اوس یې تاسې ته درکړو. (د یادونې وړ ده چې د ملکي تلفاتو د موضوع له یادیدیو سره هم مهال طالبانو د مجلس په ټولو ګډونوالو هغه په انګلیسي ژبه لیکل شوی مستند راپور هم وویشه چې د افغانستان په لراوبر کې وروستۍ پیښې په کې یادې شوې وې او له وړاندې ترتیب شوی و)
متقي صاحب  زیاته کړه: زموږ نظر تاسو په حوصله سره واورئ، مونږ  په راتلونکي کې له افغانستانه  امریکا ته د هر قسمه ضرر رسولو مخنیوي ته تیار یو او تاسې ته ډاډ درکوو، مونږ اوس هم د افغانستان ٪70 سلنه خاوره باندې حاکمیت لرو،  که مو له افغانستان څخه د باندې چا ته ضرر رسولای؛ نو له دې ٪70  مو هم رسولای شوای؛ خو مونږ خپله پالسي لرو، دګاونډیانو او نړیوالو سره ښې اړیکې غواړو او موږ د قضیې د آساسي حل په لټه کې یو.
ښاغلی خلیل زاد ! ته د امریکا د  استاځي په حیث پر افغان اولس او امریکایانو دواړو رحم وکړه، افغانان ستاسې په حملو کې شهیدانیږي او امریکایان د افغانانو په حملو کې وژل کیږي، زما پر دې وړاندیز تاسو غور وکړئ او مونږ هم پرې غور کوو؛ یو بام ته د ختلو لپاره یو دم بام ته ټوپ نه وهل کېږي بلکې په زینه کې قدم په قدم څوک ختلای شي راځی چي یوه معقوله او ممکنه لاره ولټوو.زمونږ  سوله خوښی ملت ستاسو د بــ 52   الوتکو په مټ اشغال دې ته مجبوره کړی چې له تاسې سره سخته جګړه وکړي، مونږ واقعاً سوله او امن غواړو.
خلیل زاد وویل:  په ډېر احترام او درناوي تاسو ټولو ته، هغه څه چې تا وویل، هغه مونږ اخیري منزل ته رسوي، مونږ په دې لاره کې ډېرې قربانۍ ورکړي دي، دراتلونکي په اړه باید اطمینان راکړل شی.
دخبرو په بل پړاو کي خلیلزاد د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو خبره یاده کړه چې د ده په خبره طالبانو اختطاف کړي دي. طالب استاځي ښاغلي ستانکزي وویل: د بندیانو خبره مهمه ده، د دوی دوه کسان بندیان دي دوی یې اختطاف شوي بولي او زمونږ شل زره کسان اختطاف شوي هغه هم باید راخلاص شي، زمونږ په کورو هره شپه چاپې د افغان او امریکایي ځواکونو له خوا باید ودرولي شي، مونږ تبا دلې ته تیار یو، باید چې ښاغلی خلیلزاد د بندیانو تبادلې ته توجه وکړي، هلته ډېرداسې بندیان شته چې د بند موده یې پوره شوې، او ډېر داسې دي چې د ډېر عمر لرونکي دي او ډېر نور مریضان شته، او ډېر داسې هم شته چې هیڅ دوسیه هم نلري مونږ خواهش لرو چې په دې برخه کې پرمختګ وشي.
بله موضوع تورلیست باید ختم شي، د تورلیست مشکل پرون تاسې ولېد، چي حتی زمونږ مذاکراتي ټیم ته هم د راتګ اجازه نه ورکول کېدله، دا غټ مشکل دی آینده هم شاید په مذاکراتوکي خنډ وي.
د صلحې کیلي له خلیل زاد سره ده، هغه باید دا کیلي را وباسي او دا چې دا مذکرات باید د 17 کلن جنګ د اختتام لپاره وي، نه دا چې له دې نه یوه تجارتي پروژه جوړه شي، چې هر څوک خپلې ګټې په کې لټوي، موږ په تمامه معنی حاضر یو چې سوله راشي، البته معقوله او تلپاتي سوله، د دې لپاره ترهرڅه وړاندي د بهرنیانو انخلا حتمي ده وروسته بیا بین الافغاني مذاکرات.
مخکې مو هم ویلي، اوس هم وایو او بیا به هم ووایو چې د امریکا حضور په افغانستان کې نه منو، چې یو عسکر هم موجود وي سوله نشي راتلای، له انخلا پرته یو مشکل هم نه حل کېږي، اوس ترهرڅه وړاندي موږ او تاسو باید پر انخلا خبرې وکړو.اساسي خبره انخلا ده. د بندیانو تبادله، تورلیست ختمول او د دفتر رسمیت دا کارونه باید د باور جوړوني لپاره وشي.
موږ دمقابل لوري په بندیانو مصرف کوو، تداوی یی کوو، ښه خوراک ورکوو، خو مقابل لوري زمونږ په بندیانو  مصرف نه دی کړی، او خصوصا هغه بندیان چې یو قانون یې هم په بند کې د ساتلو اجازه نه کوي؛  باید ټول بشري حقوقو ته توجه وکړو، مونږ له تېر کوچني اختر وروسته ډېر بندیان خلاص کړي، په فراه، غزني، هلمند او نورو ولایتونو کې، حتی چې د دوی یو مکمل کنډک اسیران مو خوشې کړي دي اوس  نو  دوی هم باید زموږ اسیران خوشې کړي.

ورپسې خلیل زاد وویل: غواړم څو ټکی واضح کړم، پوهیږم چې طالبان د امریکا له حضور څخه اندېښنه لري، د انخلا مهال وېش باید وټاکل شي او د تروریزم تضمین هم وشي، او مونږ هم تضمین غواړو، زمونږ مشر(ټرمپ) هم همدا خبره کړې ده.
ورپسي طالب استاځي وویل: د تروریزم ضمانت کول ستاسې سور خط دی او انخلا زمونږ سور خط دی، باید تمرکز پرې وکړو نور بعدي مسایل دي.
سرچینه وایې چي مجلس ډیر اوږد و او ټولی برخي یې ما پوره تعقیب نکړای شوې، ځینې خبرې دمحرمیت به خاطر هم د نشر وړ نه دي. پای
2018 / 12 / 27

لوی ټکي: ابوظبۍمقالهنعمت میوند
مخکینې مطلب

خلاصون لار شورا: تر اوسه د سولې ریښتونې هڅې نه لیدل کیږي

بل مطلب

طالب مشر:د سختې وچکالۍ له امله دې ولسونه د استسقاء لمونځونو ته راووځي

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com