د پاکستان پوځي محکمې ۲۲ کسانو ته د اعدام سزا اورولې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۸)

د پاکستان پوځي محکمې نن يو ځل بيا په وسله والو بريدونو تورنو (دوه ويشت) کسانو ته د اعدام سزا اورولې ده.

د پاکستاني رسنيو د راپورنو له مخې، د دغه هېواد پوځي محکمې په يوه بيان کې د يو شمير په اعدام د محکومو کسانو نومونه هم خپاره کړي وايي: (سلطان محمود، محمد طاهر، ظفر علي، عمرکريم، محمد شيرولي خان، بختاور، فهيم الدين، ظاهر شاه، سعيد محمد او عرب جان) هغه څوک دي چې په خپلو کړو بریدونو يې اعتراف کړی دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه درې ورځې مخکې هم د پنځلس وسله والو د اعدام سزا ورکړې وه.

په ۲۰۱۴م کال د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې په آرمي پبلک سکول له بريد وروسته پاکستاني حکومت د وسله والو بریدګرو لپاره پوځي محکمې جوړې کړې چې له هغې راهيسې تر دې دمه يې لسګونه کسانو ته د مرګ سزا ګانې ورکړې دي.

د بشري حقونو ځينې ادارې تور پورې کوي چې په يادو محکمو کې قضايي چارې په پټه ترسره کېږي خو د پاکستان پوځي چارواکي وايي  ټولو تورنو کسانو ته يې د ځان د سپيناوي وخت ورکړی دی.

تيره اوونۍ د پاکستان پوځ ويلي و چې پوځي محکمو ته (۷۱۷) دوسيې لېږل شوي چې (۵۴۶) پکې فيصله شوي، له ډلې يې (۳۱۰) کسانو ته د اعدام سزا اورول شوې او( ۲۳۴) نور په بند محکوم شوي دي.

په پاکستان کې د دغه پوځي محکمو موده د راتلونکي کال د جنورۍ مياشتې په شپږمه نيټه پای ته رسېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button