سروې:لوی اکثریت امریکایان له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو غوښتونکي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۸)

په یوې نوې تر سره شوې سروې کې ویل شوي چې غوڅ اکثریت امریکایي ولس د دې غوښتنه کوي، چې باید امریکایي ځواکونه له افغانستان او سوریې څخه راووځي.

د ډي هیل نشریې د راپور ترمخه؛ په دې سروې کې ۵۲ سلنه امریکایانو له سوریې او افغانستان څخه د امریکایی عسکرو د را ایستلو ملاتړ کړی ؛ خو ۴۸ سلنه نور یې بیا مخالفت کوي.
نشریه زیاتوي، ۶۹ سلنه امریکایان پر دې باور دي چې امریکا دې په منځني ختیځ کي څه عسکر وساتي.

نشریې دغه راز ویلي، امریکایان د ټرمپ پریکړې ته احترام کوي او هغوی پر دې باور دي چې ټرمپ پر خپلو چارو ښه پوهیږي او د پوځ خورا ملاتړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button