په افغان سوله کې باید دواړه خواوې یو بل ته د گواښ پر ځای نرمې خبرې وکړي. داسې د پېغورونو نه ډکې خبرې باید ونهشي، چې دلته د جگړې اور نور هم گرم کړي. خو له بدهمرغه د دولت له سوړو داسې اوازونه راوځي، چې دغه اوازونه یوازې کليوال خلک د جگړو پر مهال کاروي. په کلیو کې د جگړو پر مهال له عمله پېغورونه ډېر وي. د نیمې پېړۍ پخواني پېغورونه هم ورکوي او د نیکه یوه خرابه کړنه یې لمسي ته یادېږي.
عادي خلک او دولتونه توپیر لري. د کلیوالو ترمنځ شخړې ډېری وخت په کلي کې بېرته حلېږي او د تېرې ورځې جگړه کوونکي سره پخلاکېږي. افغان ولس له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په جگړه کې ښکېل شوی ملت دی. هم دحکومت، هم د طالبانو او هم د امریکا دا مسوولیت دی، چې روانې جگړې ته یو منطقي حل پیداکړي او دغه جگړه چې څومره ژر کېږي، پای ته ورسوي.
دلته به هره ورځ یوه داسې نادره خبره واورې، چې د تېرې ورځې نادرې خبرې به درنه هېرې کړي. ټول افغان حکومت په ښکاره د سولې چیغې وهي. خو دې همدې دولت ولسمشر، اجراییه مشر، دفاع وزیر، کورنیو چارو او د ملي امنیت رییس داسې خبرې هم کوي، چې د سولې پر ځای ترې د جگړې بوی راځي.
کله ولسمشر د طالبانو سرونه په ککرۍ کې ماتوي، کله ورته د سولې وړاندیز کوي، کله ورته د سولې لمن غوړوي، کله وايي چې سوله به د خپل وجود په قربانۍ هم راولي. خو دادی څلور نیم کاله ووتل، نه یې د طالبانو سرونه مات کړل، نه یې د وجود داسې غړی د سولې لپاره قرباني کړ، چې خلک یې رښتیا وبولي، نه یې پخوانۍ ژمنې په یاد دي. اوس ترې واک هر څه هېر کړي او په خپلو پخوانیو خبرو به خپله هم خاندي، چې دا یې څه ویلي وو او یا ترې څه ویل شوي وو؟
تېره ورځ د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د خپلې معرفۍ په غونډه کې وویل، چې د طالبانو پرضد به تهاجمي بریدونه ډېر کړي او حتا د جگړې له لارې یې د طالبانو سولې ته په راضي کولو هم وویل.«موږ چې په دفاعي حالت کې یوو، ترې وځو او باید په دې اړه فکر وکړو چې د دښمن پټو ځایونو ته ورشو، د عمل نوښت باید په خپل لاس کې ونیسو، په پښتو کې متل دی چې کږه خوله په سوک سمېږي.»
ده د سولې اړوند هم خبرې وکړې او سوله یې مهمه وبلله«سوله ده او ټولو افغانانو ته، د ده په لومړیتوبونو کې ده او ټینگار یې وکړ، څوک چې سوله نه غواړي، وبه ځپل شي.» دی لکه چې فکر کوي، امریکا او حکومت پر طالبانو دا اوولس کاله گلان پاشل او طالبانو بیا هم بغاوت کاوه. امریکا، ناټو او حکومت خو دا اوولس کاله پوره زور ازمايي وکړه، د طالبانو پر وړاندې یې له هېڅ ترحم کار وانهخیست، بلکې د طالبانو ځپلو لپاره یې له ځان سره نیمه نړۍ یو ځای کړې وه؛ خو بیا یې هم ماتې وخوړه.
اسدالله خالد باید وپوهول شي، چې طالبان هماغه خلک دي، چې شپږ کاله وړاندې یې درباندې داسې برید وکړ، چې سر دې امریکا ته ورسېده. په داسې حال کې چې هغه وخت د ملي امنیت رییس وې او ټول پټ معلومات تاته کېدل؛ خو طالبان بیا هم درباندې بریالي شول.
ده ته باید وویل، چې طالبانو په تېرو کلونو کې نور پرمختګ هم کړی او اوس داسې بریدونه طرحه کوي، چې ستا شپږم حس هم پرې کار نه کوي. هسې نه داسې ورځ راشي، چې د کندهار د امنیه قومندان غوندې یې یو کس یې درته روزلی وي او په یو ډز دې ټول ژوند درختم کړي.
امریکا او حکومت باید اعتراف وکړي، چې د طالبانو په ماتولو کې پاتې راغلي او باید پر یوې داسې لارې هوکړه وکړي، چې هم طالبانو ته د منلو وړ وي او هم د «حکومت اوولس کلنې لاسته راوړنې» له منځه ولاړې نه شي.
دغه ډول خبرې د سولې په مخکې لوی خنډونه جوړوي او باید دواړه خواوې ترې ډډه وکړي. د دولت مسوولیت په دې برخه کې بېخي ډېر دی، ځکه دوی د یو نظام دعوه کوي او د ډیموکراسۍ ډنډوره هم غږوي. که اسدالله خان تېر اوولس کلن مزل را په یاد کړي، نو په یقین سره به نن اعتراف وکړي، چې دغه جگړه نهشي گټلی.

















