یکشنبه, فبروري 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

 په ديني تعليمي نصاب کې د معاصرې باطل پېژندنې د مضمون ضرورت – دویمه برخه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 30, 2018
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع, مقالې, مهم
0
74
ځلې شریک شوی
213
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

مولوي عبدالهادي مجاهد

(دويمه برخه)

دا هم ولولئ

اسرائیلي شنونکی: حماس د منځني ختیځ تر ټولو پېچلې استخباراتي معما ده

حماس: د بې‌ځایه شوو پر خېمو بریدونه به ناوړه پایلې ولري

هآرتس ورځپاڼه: اسرائیلو د غزې جګړه بایللې ده

(په تېر پسې)

په قرآن کريم کې د باطل معرفي کولو ولې لويه برخه نيولې ده؟

دا چې قرآن کريم د الله تعالی آخري کتاب او  د رسول الله صلّی الله عليه وسلّم امت آخري امت دی او دې امت ته د نبوت د ميراث په حيث د عوت، جهاد او له باطل سره د هر ډول مقابلې مسؤوليت ورپه غاړه دی، پکار وه چې دې امت ته دې د باطل انواع، د هغه فلسفې او دلائل، د حق په خلاف د باطل د جګړې ټول کيفيتونه، د کفر او کفارو په خلاف د مسلمانانو د تعامل ټول اساليب او همدارنګه د حق او د باطل ترمنځ د جګړو د بېلابېلو پړاوونو انجام ورمعلوم وي، نو ځکه خو الله تعالی په قرآن کريم کې د باطل بيانولو ته ډېر ځای ورکړی، تر څو مسلمانان د بشريت په تاريخ کې د حق او د باطل د کشمکشونو د تجربو په نظر کې نيولو سره په علمي، رواني او مادي لحاظ د هر وخت لپاره د باطل مقابلې ته تياروي.

 د باطل پېژندنې ته د شديد ضرورت وجه دا هم ده چې د حق او د باطل تر منځ  د دې جګړې د مقابل لوري رهبر (ابليس) دی چې ډېر کينه ګر او مکار دښمن دی، او خپلو اتباعو ته هر وخت د انسانانو د بېلارې کولو لارې چارې ورښيي او په ټينګار سره الله تعالی ته ويلي چې زه به ستا نېکان بنده ګان له سمې لارې بېلارې کووم او د هغوئ د بېلارې کولو لپاره به هغوئ ته له هرې لارې ورځم. الله تعالی په خپل کتاب کې د شيطان وينا داسې بيانوي:

(قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ (۱۶) ثُمَّ لآتِيَنَّهُمْ مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَنْ شَمَائِلِهِمْ وَلا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ) الأعراف/۱۷.

 ترجمه: (وويل (شيطان): نو چې بې لارې دې کړم هرو مرو به  ستا په مستقيمې لارې کې دوئ ته ( په کمين کې) کښېنم، بيا د دوئ له مخې، له شا یې، له ښي اړخ يې او له کيڼ اړخ يې ورته راځم او ډېری به يې شکر کوونکې نه مومې).

په پورتني آيت د آدم عليه السلام له اولاد سره پر دښمنۍ د شيطان له ټينګاره ښکاري چې شيطان او په هر عصر کې د هغه پيروان چې په هر باطل دېن او طريقه وي هرو مرو به د مؤمنانو په خلاف خپلې دښمنۍ ته دوام ورکوي، او په دغې دښمنۍ کې به د مؤمنانو د مغلوبولو لپاره له هرې مادي او معنوي وسيلې کار اخلي. نو د دې لپاره چې مؤمنانو ته د هرې زمانې د کفارو عقائد، نظريات، طريقې، شبهې او د مسلمانانو په خلاف په دښمنۍ کې د هغوئ لارې چارې، وسائل  او د هغوئ په خلاف د کاميابې مقابلې طريقې ور معلومې وي ضروري ده چې مؤمنان دې د باطل پرستو په اړه کافي معلومات ولري. او د دی لپاره چې انسانان د باطل له شره په امن پاتې شي او د هغه د مکر او دجل ښکار نه شي رب العلمين د خپل احسان له مخې مؤمنانو ته دا هر څه په تفصیل سره بیان کړي دي، او په قرآن کريم کې يې دومره ډېر ځای ورکړی دی.

د جاهليت د پېژندلو اهميت د پيغمبر صلّی الله عليه وسلم د اصحابو له نظره:

حذيفه بن اليمان رضي الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ډېرو  نيږدې او معتبرو اصحابو رضي الله عنهم څخه وو. هغه رضي الله تعالی عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلّم د راز  په ملګري شهرت درلود. حذيفه بن اليمان رضي الله تعالی عنه  په هغه حديث شريف کې چې امام بخاري او امام مسلم رحمة الله عليهما دواړو روايت کړی دی فرمايي چې:( كَانَ أَصْحَابُ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَسْأَلُونَهُ عَنْ الْخَيْرِ، وَكُنْتُ أَسْأَلُهُ عَنْ الشَّرِّ مخافةَ أن يُدركَني…) متفق عليه

ترجمه:(د پيغبر صلّی الله عليه وسلّم اصحابو به له هغه صلی الله علیه وسلّم څخه د خير په اړه پوښتنې کولې او ما به ورڅخه د شر په اړه پوښتنې کولې لدې وېرې چې شر مې راو نه نيسي).

عمر ابن الخطاب رضي الله عنه هم چې د اسلام په روح او مقصد ډېر ښه پوهېده د جاهليت  پېژندل يې د اسلام د روغ پاتې کېدلو لپاره ضروري ګڼل. امام ابن تیمیة (رحمه الله تعالی) په خپل کتاب منهاج السنة النبویة کې عمر (رضي الله تعالی عنه) ته يو منسوب قول رانقل کړی چې فرمايي:(تنقض عری الإسلام عروة عروة إذا نشأ في الإسلام من لایعرف الجاهیلة). ترجمه: (اسلام به يوه يوه کړۍ ماتېږي کله چې په اسلام کې داسې نسل را لوی شي چې جاهلیت نه پېژني). امام ابن تيميه رحمه الله تعالی د دې قول په شرحه کې ليکي:(فإنّ کمال الإسلام هو الأمر بالمعروف والنهي عن المنکر، و مَن نشأ في المعروف لم یعرف غیره فقد لایکون عنده علم بالمنکر و ضرره ما یکون عند من یعرف المنکر، ولایکون عنده من الجهاد لأهله ما یکون عند الخبير به).

ژباړه: ( د اسلام کمال په امر بالمعروف او نهي عن المنکر کې دی، او څوک چې په  معروف کې را لوی شي او له هغه پرته بل څه نه پېژني، نو له هغه سره د منکر او د هغه د ضررونو په هکله  هغه علم نه وي کوم چې له هغه چا سره وي چې منکر پېژني، او دغه شخص به د باطل په خلاف  هغه ډول جهاد هم نشي کولی کوم چې يې له منکر څخه باخبره خلک کولی شي).

همدارنګه امام ابن قیّم الجوزيه (رحمه الله) پدې اړه چې ولې د کفر او باطل پېژندل ضروري دي ليکي:( و هذا لأنه إذا لم یعرف الشرک والجاهلیة و ما عابه القرآن و ذمّه وقع فیه و أقره و دعا إلیه و صوّبه و حسّنه و هو لا یعرف أنه هوالذي کان عليه أهل الجاهلية أو نظيره أو شرّ منه أو دونه، فينقض بذلک عُرَی الإسلام عن قلبه ويعود المعروف منکرا، والمنکر معروفا، والبدعة سنّة، والسنّة بدعة، و يُکفّر الرجل بمحض الإيمان و تجريد التوحيد، و يُبدّع بتجريد متابعة الرسول صلّی الله عليه وسلّم و مفارقة الأهواء والبدع. ومن له بصيرة و قلب حيّ يری ذلک عيانا والله المستعان).

ژباړه:( او دا ځکه چې که څوک شرک، جاهلیت او هغه چې قرآن يې بدي بیان کړې ده ونه پېژني نو په هغه کې به واقع کېږي، مني به يې، سم به يې ګڼي، او خلکو ته به يې ښايسته معرفي کوي، خو پدې به نه پوهېږي چې همدا هماغه څه دي چې د جاهليت خلک پر هغه روان ول، او يا هغه  ته ورته دي، يا تر هغه هم بد دي، او يا خو تر هغه يو څه کم دي. کله چې دا کار وکړي  نو پدې سره به يې له زړه څخه د ايمان کړۍ ماتې شي، معروف به بيا ورته منکر ښکاري او  منکر به ورته معروف، بدعت به ورته سنت ښکاري او سنت به ورته بدعت، د خالص ايمان خاوند او د يوازې توحيد منونکی به کافر ګڼي،او د پيغمبر متابعت کوونکی او د خواهشاتو او بدعتونو پرېښودونکی به بدعتي ګڼي. څوک چې د بصيرت او ژوندي زړه خاوند وي دا هر څه په سترګو ويني).

 الله تعالی په قرآن کريم کې مسلمانان لدې منع کړي دي چې په ګمراه فرقو پسې دې لاړ شي لکه چې فرمايي:(وأنّ هذا صراطي مستقیما فاتّبعوه ولا تتّبعوا السبل فتفرّق بکم عن سبیله ذلکم وصّاکم به لعلکم تتّقون).الأنعام/۱۵۳.

ژباړه:( او همدا  زما سيده لار ده، نو متابعت يې وکړئ، او په نورو لارو مه سر کېږئ، که نو د ده له لارې به مو سره بېل کړي، دا هغه څه دي چې تاسو ته يې سپارښتنه کړې د دې لپاره چې تقوی اختيار کړئ).  يعنې دا چې له الله تعالی څخه ووېرېږي او د نورو لارو  په غوره کولو ځان هلاک نه کړئ.

امام ابن جرير الطبري په خپل تفسير کې  د پورتني آيت د معنی په اړه ليکي:( د الله د لارې اتباع وکړئ يعنې د ځان لپاره يې منهج وګرځوئ او پر هغه روان شئ، له هغه پرته پر بله لار مه ځئ، او مه له هغه پرته کوم بل دين  لکه يهوديت، نصرانيت، مجوسيت، د بتانو عبادت  او يا نورې لارې او دينونه غوره کوئ، ځکه چې هغه ټول بدعات او ګمراهۍ دي، که پر هغې لارې او هغه دين روان شئ چې د الله لاره او دين ندی نو د هغه پيروي به تاسې د الله تعالی له هغې لارې سره بېل کړي چې  هغه درته خوښه کړې او شريعت کړې ده چې هغه د اسلام  هغه دين دی چې ټولو انبياوو او تر تاسې مخکنيو امتونو ته يې د هغه پر منلو امر کړی دی. تاسو ته يې هم د دې لپاره د هغه د منلو سپارښتنه کړې چې د خپل ځان په اړه له الله تعالی ووېرېږئ او هغه پر خپل ځان په غوسه نه کړئ چې عذاب به يې درباندې نازل شي.

رسول الله صلّی الله عليه وسلّم هم خپل امت ته دا روښانه کړې ده چې د ده او د ده د اصحابو له لارې پرته د نورو لارو  پيروان جهنميان دي لکه چې فرمايي:( افترقت الیهود علی إحدی و سبعین فرقة، وافترقت النصاری علی اثنتین وسبعین فرقة، و ستفترق هذه الأمة علی ثلاث و سبعین فرقة، کلها في النار إلا  واحدة. قیل من هي یارسول الله؟ قال من کان علی مثل ما أنا علیه و أصحابي(.

ژباړه: (يهود پر يو اويا ډلو وېشل شوي ول، نصاری پر دوه اويا ډلو وېشل شوي ول، او دا امت به پر دري اويا ډلو  ووېشل شي چې له يوې پرته نورې ټولې به په اور کې وي. چا پوښتنه وکړه: ای د الله رسوله هغه کومه يوه ده؟ ويې فرمايل: څوک چې پر هغې لارې وي چې پر کومه  زه او زما اصحاب دي).

 رسول الله صلی الله علیه وسلّم چې خپل ملګري د باطل په اړه پوهولي او د باطل له دنياوي او اخروي خطرونو او تاوانونو يې خبر کړي وو نو ځکه خو د هغه صلی الله علیه وسلّم په اصحابو کې د ارتداد پېښې د نشت په حساب وې، چېرته به یوه یا دوه وې، خو د نن زمانې په څېر چې په ډله يیز ډول دې مسلمانان کله د کمونزم کفر مني، کله دې بیا په میلیونونو مسلمانان د دیموکراسۍ د کفر غېږې ته ځان ورغورځوي، کله د ليبرالیزم، هیومنیزم او معاصر الحاد کفر مني، کله دې د نصرانیت ملګرتيا کوي، کله د یهودیت په جال کې راګیر کېږي او خپل هر څه د یهودیت د تقويې او د هغه د اهدافو د تحقق لپاره په کار اچوي لکه نن يې چې د عربي خليج او د نورو هېوادونو حکام يې کوي.

رسول الله صلی الله عليه وسلّم په خپل وخت کې خپلو اصحابو ته د باطل ماهیت ورپېژندلی وو،  او که به کله هغوئ ته د کوم کافر حاکم له خوا کوم دعوت ورغی نو هغوئ به د کعب بن مالک رضي الله عنه په څېر ځواب ورکاوه چې کيسه يې د احاديثو په کتابونو کې روايت شوې ده:

د رسول الله صلی الله علیه وسلّم يو صحابي کعب بن مالک رضي الله عنه هم له دوو نورو صحابه وو سره د تبوک له غزا پاتې شوي و چې رسول الله صلی الله علیه وسلّم له هغه سره تأدیبي مقاطعه وکړه او پنځوس ورځې څوک ورسره نه غږېدل، د غسّان پادشاه په دې خبر شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلّم له کعب بن مالک څخه خفه شوی دی، او دا داسې يو فرصت دی چې بايد دی ترې د اسلام په خلاف استفاده وکړي، نو هماغه و چې د خپل یوه تبعه په لاس يې مدینې منورې ته ليک ورولېږه، د اوسنۍ زمانې په اصطلاح کعب رضي الله عنه ته يې د قبلېدلو ويزه يې ورلېږله، کله چې استازی د مدينې منورې بازار ته ورسېد هلته يې په لوړ غږ نارې وهلې (من یدلّ علی کعب بن مالک؟) کعب بن مالک به څوک راوښیي؟ کعب رضي الله عنه وايي: (خلکو ورته زما په طرف اشاره وکړه، دی راغی او خط یې راکړ. چې وکې کوت ورکې يې ليکلي و:( أَمَّا بَعْدُ فَإِنَّهُ قَدْ بَلَغَنِي أَنَّ صَاحِبَكَ قَدْ جَفَاكَ وَلَمْ يَجْعَلْكَ اللَّهُ بِدَارِ هَوَانٍ وَلَا مَضْيَعَةٍ فَالْحَقْ بِنَا نُوَاسِكَ). خبر شوی يم چې ملګري دې (پيغمبرصلّی الله عليه وسلّم) جفا درسره کړې ده، ته الله د ذلت او ضائع کېدو پر کور نه ېې ګرځولی، موږ ته راشه همدردي به درسره وکړو). کعب رضي الله عنه وايي کله مې چې ليک ولوست نو ومې ویل: دا هم يو امتحان دی! هماغه وو چې ليک مې د تناره لمبو ته  ور واچاوه او ومې سوځاوه). (له صحيح مسلم څخه).

نن خو که چا ته د کوم کفري هېواد ویزه راشي نو په ډېر افتخار به يې ومني که څه هم چې هلته به د کفارو د قانون مطابق ژوند تېروي، د خوندونو د حاصلولو لپاره به د کفارو مزدوري کوي، له اسلامي محيط، مسجد، اسلامي ژوند، عفت او اسلامي اخلاقو به فاصله نيسي، او د کفارو په نظام کې به مزدوري کوي او خپلو اسلامي مسؤلیتونو ته به شا ورګرځوي.

زما یوه ګاونډي په قاچاقي لارو خپل زوی لندن ته لېږلی و او بیا به یې د دې لپاره د قرآن کریم ختمونه ورپسې کول چې زوی یې هلته د اګرېزانو لخوا قبول شي، چا ورته په ټوکه ويلي و چې زوی په انګرېز قبلوې نو د قرآن کريم پرځای د تورات او انجيل ختم پسې وکړه چې قبول شي، ځکه چې که زوی د قرآن پيرو وای نو د قرآن پر خاوره به اوسېده، هغه خو په خپله خوښه د قرآن له خاورې ور تښتېدلی دی.

د دې زمانې يوه لويه برخه مسلمانان چې په حقيقي معنی کفر او باطل نه پېژني نو ځکه کرکه او نفرت هم ورڅخه نه لري، بلکې روحي پیوند یې ورسره اخیستی، او په ډېرو چارو کې د کفارو پر لاره په تللو کې خپل فلاح او بهبود ویني، او د درواغو په کېسونو او بهانو په ډېرو مشکلاتو او د میاشتو  په مزلونو د غرونو، بحرونو، دښتو او ځنګلونو له لارو خپل ځانونه، ښځې او ماشومان د دې لپاره ور رسوي چې د کفر په خاوره کې قبول شي او د هغوئ د ټولنې او نظام  افراد وګرځي.

زموږ په تعليمي نصابونو او اوسني فرهنګ او ادب کې د اسلام د نيمګړي تصور د ستونزې تر څنګ د کفارو د نظرياتو د بطلان د معرفي کولو اثر نه يوازې پدې کې راښکاره شوی چې د نوي نسل ځوانان مو هلته ور روان دي، بلکې دلته هم په ډېر اخلاص د کفارو ملګرتیا کوي، د هغوئ لپاره د خپلو مسلمانو ورونو په خلاف جنګېږي، په خپله خاوره کې د اسلامي نظام د قائمېدلو مخنيوی کوي، او له اسلام او مسلمانانو سره يې داسې تعامل وي لکه دوئ چې تش په نامه مسلمانان وي. دوئ دا هرڅه ځکه کوي چې دوئ ته زموږ د تعليم او فرهنګ متصديانو نه باطل سم ورپېژندلی، نه يې د هغه له ضرورنو خبر کړي دي، او نه يې هم د کفر او باطل په اخروي انجام سم پوه کړي دي.

 د اسلام پخوانيو علماوو تل باطل پېژندنې ته د اهميت په نظر کتلي دي:

نن که زموږ په تعليمي نصابونو کې د غفلت، تساهل، د اسلام او کفر تر منځ هراړخيزې معرکې ته د سطحي نظر د کولو له امله باطل پېژندنې ته توجه نشته نو دا پدې معنی نده چې د اسلام پخوانيو علماوو هم دې کار ته پام نه وو کړی، بلکې د اسلام په علمي او دعوتي تاريخ کې د دين علماوو هر وخت د خپلې زمانې د کفر، بدعت، انحراف او له ځانه د جوړو شويو عقائدو او افکارو په خلاف آګاهانه مبارزه کړې ده، د هغو په اړه يې کتابونه ليکلي، او امت ته يې د هغو باطلوالی او له سمې لارې انحراف واضح کړی دی، او هم يې د هغو له پيروانو سره علمي مناقشې او مناظرې کړې دي او ملامت کړي يې دي.

په نصابونو کې به د باطل پېژندنې فائده دا وه چې خلکو به باطل پېژاند، له هغه به يې نفرت کاوه، او د هغه ملګرتيا به يې نه کوله. هماغه وو چې په مسلمانو ولسونو کې په ډله ييز او پراخ ډول د باطل خواته داسې وراووښتل نه ليدل کېدل لکه نن چې په مليونونو اسلام ته منسوب خلک کمونيزم، ليبراليزم، ديموکراسۍ، هيومانيزم، د معاصر الحاد بېلابېلو اشکالو او د شرق او غرب نورو کفري او باطلو افکارو او عقائدو ته ور اوړي او يا ورڅخه متأثره کېږي.

پدې زمانه کې چې د کفر او باطل عقائدو، نظرياتو، قوانينو، اخلاقو، فرهنګ او د ژوند تېرولو  معيارونو ډېر پېچلي شکل اختیار کړی دی، د يوې لويې برخې مسلمانانو زړونو، فکرونو او ژوند ته يې لاره پيداکړې ده، او د اسلام پر دين يې د هغوئ باور کمزوری کړی دی. د دغه منفي تأثر په نتيجه کې يوه لويه برخه مسلمانانو د ژوند په فکري، سياسي، عسکري، عدلي، اقتصادي، اخلاقي فرهنګي او اجتماعي ډګرونو کې په بېلابېل ډول د کفارو ملکرتيا غوره کړې ده او دوئ هم د اسلام دښمنۍ په روحيه د کفارو په څېر د اسلامي عقيدې او اسلامي نظام په خلاف د دښمنۍ ميدان ته راوتلي دي.

پورتنۍ ستونزه لدې راپورته شوې چې له يوې خوا د مسلمانانو د ديني مدارسو  په تعليمي نصابونو کې د نن زمانې د کفر او باطل اشکال او انواع ندي معرفي شوي، او د هغو په خلاف د نويو نسلونو ذهن جوړونه نده تر سره شوې، او له بلې خوا کفارو هم خپل عقائد، افکار او فرهنګ پداسې عنوانو اسلامي نړۍ ته راصادر کړي چې کرکه پاروونکي او صريح ندي، بلکې د ترقۍ، انسانيت، مساوات، عدالت، عقلانيت، قانونمندۍ، نړيوالتوب، مدنيت، مذهبي زغم، د عدم تشدد د مبارزې، او د ښځو او اقليتونو د حقوقو د غوښتنې په څېر رنګنين عنوانونه لري چې ډېر خلک يې له فلسفي او عقائدي حقيقته خبر ندي خو پّ جال کې يې راګير دي.

پدې زمانه کې کفارو  په ډېر ماهرانه ډول د مسلمانانو ذهنونه داسې اشغال کړل چې حکامو يې پخپله خپل نظامونه، پوځونه او اقتصادونه په کفري هېوادونو پورې وتړل، او کفري هېوادونو هم دلته دومره تأثير ګذاري وکړه چې د مسلمانانو پر هر څه مسلط شول. کفارو دلته د خپلو مصالحو د تحقق لپاره د خپلې خوښې نظامونه، نصابونه، سیاسي احزاب او قوانين پر مسلمانو ولسونو مسلط کړل او  د اسلامي هېوادونو اقتصادونه يې داسې تنظیم کړل چې تکلیف او زحمت يې مسلمانان وګالي خو د ګټې اوبه يې د دوئ پر ژرندې ورسمې شي. کفري هېوادونو دلته په مسلسل ډول داسې خلک په حاکميت کې وساتل چې نه يوازې دا چې له دين څخه ناخبره دي، بلکې خپل نظامونه او قوانين يې هم  داسې عيار کړي دي چې پر ټولنه د دين د حاکميت مخنيوی کوي، او د ولس افراد د دين پر افاديت بې باوره کولو ته هڅوي.

په تعليمي نصابونو کې د کفر  پېژندنې د مضامينو نشتون د داسې نسلونو د رامنځته کېدو سبب شو چې د دې پر ځای چې کفرو ته دعوت ورکړي او يا يې پوځي مقابله وکړي، دلته په خپل کور کې له کفارو څخه مرعوب دي، او يا د هغوئ له شيطاني دسيسو څخه داسې غافل او په داخلي فکري او تنظيمي اختلافاتو کې لتاړ  دي چې د کفارو په خلاف فعاليت ورڅخه هېر دی.

( نور بيا).

لوی ټکي: په ديني تعليمي نصاب کې د معاصرې باطل پېژندنې د مضمون ضرورت
مخکینې مطلب

فسبوک کې کله هم داسې پوسټ مه کوئ

بل مطلب

میدان وردګ: هوايي بریدونو کې يوولس ملکي وګړي وژل شوي دي

ځانګړي مطالب

خبرونه

اسرائیلي شنونکی: حماس د منځني ختیځ تر ټولو پېچلې استخباراتي معما ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
خبرونه

حماس: د بې‌ځایه شوو پر خېمو بریدونه به ناوړه پایلې ولري

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
خبرونه

هآرتس ورځپاڼه: اسرائیلو د غزې جګړه بایللې ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
خبرونه

د سوډاني پوځ ویاند: په الفاشر د وسله والو تر کنترول وروسته سلګونه کسان وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 31, 2026
افغانستان

ذبیح‌الله مجاهد: اسلامي امارت ته هېڅ ډول مستقیمه مالي مرسته نه ده رسېدلې

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 31, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ملا عبدالغني برادر له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي او رېل پټلۍ پروژو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

اسرائیلي شنونکی: حماس د منځني ختیځ تر ټولو پېچلې استخباراتي معما ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

لغمان کې د ۱۱۰ میګاواټه بادي برېښنا دستګاوو لپاره ځمکه تثبیت او تخنیکي سروې ترسره شوه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

حماس: د بې‌ځایه شوو پر خېمو بریدونه به ناوړه پایلې ولري

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

په زابل کې د مهاجرینو لپاره دویم ښارګوټی پرانیستل شو

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ ۳۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

هآرتس ورځپاڼه: اسرائیلو د غزې جګړه بایللې ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله د ۳۱ فلسطینیانو شهیدانولو اړوند د حماس خبرداری

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د تور غونډۍ بندر او ټاپي پروژې څخه ليدنه وکړه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

ډونالډ ټرمپ: امریکا نشي کولی خلیجي متحدینو ته د ایران په اړه د پلانونو جزئیات څرګند کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران-امریکا شخړه؛ تهران ۱۰۰۰ پرمختللې بې پیلوټه الوتکې پوځ ته وسپارلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سعودي عربستان افغانستان ته د ۳۰ زره حاجیانو سهمیه ورکړې او د حج لګښتونه کم شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح‌الله مجاهد: اسلامي امارت ته هېڅ ډول مستقیمه مالي مرسته نه ده رسېدلې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سنټکام: ایران باید د اسلامي انقلابي ځواک سمندري تمرینونه خوندي او مسلکي ترسره کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د سوډاني پوځ ویاند: په الفاشر د وسله والو تر کنترول وروسته سلګونه کسان وژل شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ملا عبدالغني برادر له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي او رېل پټلۍ پروژو په اړه خبرې کړي

اسرائیلي شنونکی: حماس د منځني ختیځ تر ټولو پېچلې استخباراتي معما ده

لغمان کې د ۱۱۰ میګاواټه بادي برېښنا دستګاوو لپاره ځمکه تثبیت او تخنیکي سروې ترسره شوه

حماس: د بې‌ځایه شوو پر خېمو بریدونه به ناوړه پایلې ولري

په زابل کې د مهاجرینو لپاره دویم ښارګوټی پرانیستل شو

د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ ۳۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

هآرتس ورځپاڼه: اسرائیلو د غزې جګړه بایللې ده

غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله د ۳۱ فلسطینیانو شهیدانولو اړوند د حماس خبرداری

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د تور غونډۍ بندر او ټاپي پروژې څخه ليدنه وکړه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com