(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۹)
د میدان وردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو پر مهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، ګډو ځواکونو د يادې ولسوالۍ پر درېيو کليو بريدونه کړي چې په ترڅ کې په پتانخليو سيمه کې يوه مدرسه هم بمبار شوې ده.
قومي مشر حاجي سيال ګل افغان اسلامي اژانس ته ويلي، په بمبارۍ کې درې کورونو په مکمله توګه ویجاړ شوي او د يوې مدرسې يوولس تنه ديني زده کوونکي شهيدان شوي دي.
که څه هم چارواکي د ميدان وردګ د والي وياند عبدالرحمن منګل وايي، په هوايي بريدونو کې پنځلس وسله وال طالبان وژل شوي خو ځايي اوسېدونکي او سيمه ييزو طالبان د نوموړي دغه ادعا ردوي وايي چې مرګ ژوبله او مالي زيان يوازې ملکي خلکو ته رسېدلی دی.
طالبانو تر اوسه په يادو بريدونو د چارواکو د ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.
افغان او بهرنيو ځواکونو په هېواد کې شپني عملیات او هوايي بريدونو ته زور ورکړی چې تر ډيره يې هدف ملکي وګړي دي.
تر اوسه په ګډو عملیاتو کې د ملکي خلکو د وژل کېدو مخنيوي په اړه نه حکومتي ملکي چارواکو او نه هم ملګرو ملتونو، بشري ادارو جدي اقدام نه دی کړی.


















