(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۲)
په افغانستان کې د امریکا سفير جان باس پر ټاکنو کمېسيونونو کې د بدلون غوښتنه کړې ده
نوموړي ويلي، له درغليو د پاکو ټاکنو لپاره بايد پر دواړو کمېسيونونو کې اصلاحات وشي او د اوسني تکشيل پر ځای دې غير سياسي او تجربه لرونکي وړ اشخاص وګمارل شي.
هغه ويلي، ټاکنې د ولسواکۍ بنسټ دی او په دې برخه کې هر ډول ستونزې بايد له منځه یووړل شي زياتوي په يادو کمېسيونونو کې اصلاحات به پر ټاکنو د خلکو اعتماد يوځل بيا راژوندی کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې نوماندان پر ټاکنو کمېسيون نيوکې کوي چې په ټاکنو کې يې درغلۍ کړي، او دغه کمېسیون د يو شمير نوماندانو پر پولۍ تورنوي.
بل لور ته پر ټاکنو د څار بنسټونه د ولسمشرۍ ټاکنو پر ځنډېدو نيوکه کوي وايي، د ټاکنو ځنډېدو له کبله د دغه کمېسيون دلايل د منلو نه دي په وينا يې که راتلونکې ټاکنې وځنډوي نو خلک به پر ټاکنو بې باوره، قانوني ستونزې به رامنځته او ولسواکي به تر سوال لاندې راشي.
څو ورځې مخکې د ټاکنو کمېسيون د درې مياشتو لپاره د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډولو اعلان وکړ په وينا يې چې راتلونکې ټاکنې به د ۱۳۹۸کال د سرطان په نهه ويشتمه ترسره کېږي چې تر دې مخکې يې د حمل مياشتې نهه ويشتمه نيټه د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو نيټه ټاکل شوې وه.
د ټاکنو پر ځنډولو سياسي ګوندونو، کانديدانو او سياستوالو هم نيوکه کړې او پر يوه وخت د څلور ډوله ټاکنو ترسره کېدل يې د حکومت دسيسه او اساسي قانون سره په ټکر کې بللي دي.


















