کندهار: طالبانو یوې قرارګاه ته تر تونل ایستلو وروسته چاودنه ورکړې
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۲)
طالبانو د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې يوې قرارګاه ته تر تونل ايستلو وروسته چاودنه ورکړې او عسکرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
پېښه د يادې ولسوالۍ مربوط د مندوزو په رنګريزانو سيمه کې تير ماښام رامنځته شوې ده.
ځايي خبريال صادق الله افغان پر خپله فسبوک پاڼه ليکلي، (په مندوزو سيمه کې وسله والو د ملي اردو يوې قرارګاه ته تونل ور وستلی او بيا يې چاودنه ورکړې، زياتوي په قرارګاه کې تر دېرش پورې شاوخوا سرتيري ميشت و، خو تر اوسه د پنځو د وژل کېدو او اووه نورو د ټپي کېدو خبر تاييد شوی دی).
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز د پېښې پخلی کړی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې له معلوماتو ورکولو ډډه کړې.
طالبانو د بريد مسوولیت منلی او وياند يې قاري يوسف احمدي کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، په ياد کنډک کې تر څلوېښت پورې عسکر اوسېدل او په دغه تکتيکي چاودنه کې تر ۳۵ پورې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د احمدي په وينا، د چاودنې پر مهال پنځه ټانګونه، د مهماتو څخه ډک کانتينران او ټول تاسيسات له منځه وړل شوي دي.
نوموړی زياتوي، د چاودنې سره هممهاله د دغه کنډک پر دفاعي پوستو هم بریدونه شوي چې اربکيانو او عسکرو ته يې تلفات اړولي دي.
ځايي سرچينې وايي، په دغه بريدونو کې تر ډيره مرګ ژوبله کومانډو او د ملي اردو عسکرو ته اوښتې چې د شپې تر ناوخته يې په ايمبولانس چورلکو کې مرکز ته انتقال کړي دي.



