کابل: د اورلګیدنې له امله د مالي زیانونو سربیره ۳۰ کسان مړه او ژوبل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۴)
تیره شپه د کابل ښار د عبدالحق څلور لارې ته څېرمه په یوې لوړ پوړیزې ودانۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوه چې خلکو ته یې ګڼ زیانونه ور واړول.
خبر زیاتوي، په دغه لوړ پوړیزه ودانۍ کې روغتون، شرکتونه او نور دفترونه هم موجود وو؛ چې زیاتره یې سوځیدلی دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند و حیدالله مایار وایي، په پیښه کې درۍ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
نوموړی دغه راز د شپږو تنو ټپیانو وضعیت د اندیښنې وړ بولي.
تر اوسه د اورلګیدنې علت نه دی څرګند شوی.
باید وویل شي چې میاشت وړاندې هم په کابل ښار کې د تعمیراتي او الیکترونیکي سامانونو مارکیټونو کې او لګیدنه رامنځته شوې وه ، چې سبب یې د بریښنا شارټي ښوودل شوې وه.



