(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۴)
د اروزګان ولایت ځایي خلک وایي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کي د پرون سهار راهیسي سختې بمبارۍ پیل شوې دي.
سیمیز خبریال صدیق افغان د خپلو سرچینو په حواله وایي، امریکایي ځواکونه دومره لوی – لوی بمونه غورځوي، چي په تېرو دولسو کلونو کي داسي بمبار نه دی شوی.
امنيتي سرچينو رسنیو ته ویلي، بهرنيو ځواكونو تېره شپه د مركز ترينکوټ ښار په کوټوالو سيمه کې پر یوه پوسته بمباري کړې ،چې له امله يې شپږ پوليس ټپيان شوي دي.
د اروزګان د ولايتي روغتون ډاكټر ضياء الرحمن نيازى وایي، شپږ ټپیان ور وړل شوي چې د ۲ یې حالت نازک ښوودل شوی دی.
نوموړي ونه ویل چې په بمباري کې نور چاته هم زیان اوښتی کنه، خو یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په دغه بمبار کې ۱۱ افغان سرتیري مړه او ژوبل شوي دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي کابل ټکی کام ته ویلي، دکوټ والو پراستقامت تیره ورځ افغان ځواکونو تعرضي برید وکړ چې له متقابل غبرګون سره مخ او لا هم ادامه لري.
نوموړی وایي،د افغان عسکرو د ملتیا لپاره سیمې ته هوایي ځواک استول شوی چې پر خپلو ځواکونو یې بمبار کړی دی او په وینا یې چې ۶ تنه عسکر په بمبار کې ځای پر ځای وژل شوي او پنځو نورو ته د دوی په بریدونو کې کې مرګ ژوبله اوښتې.
دغه راز د ولسي خلکو پر کورونو هم هوایي بریدونه شوي، چې ځاني او مالي زیانونه یې ور اړولی، خو کره جزئیات یې لا نه دي څرګند.
دا لومړی ځل نه دی چې بهرني ځواکونه خپل افغان متحدین په نښه کوي، تر دې وړاندې په ځلونو امریکایي ځواکونو د افغان عسکرو پوستې هدف ګرځولې، چې تر اوسه پرې حکومت هیڅ راز غبرګون نه دی ښوودلی.


















