پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

د ټرمپ اظهارات او د امریکا مطبوعات

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جنوري 4, 2019
کټګوریانې: خبرونه
0
REUTERS/Leah Millis

REUTERS/Leah Millis

109
ځلې شریک شوی
137
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۳۰۱)

دا هم ولولئ

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

د ټرمپ اظهارات او د امریکا مطبوعات

د امریکا معتبر راست اخبار پخپله سر مقاله کي د جنوري پر ۳ لیکي د افغانستان په اړه د جمهورریس ټرمپ د چهارشنبې د ورځي اظهارات حیرانونکي ول. د دې څرګندونو په اړه به د ډیر وخت لپاره انتقادونه کېږي.

د سپیني ماڼۍ د کابینې پدې ناسته کي ښاغلي ټرمپ د هغو ملکونو پر تعهد باندي ملنډي ووهلې چي د امریکا تر څنګ په افغانستان کي جنګېږي. هغه وویل،«هغوی ما ته سل واري وايي، اوه، موږ افغانستان ته عسکر استولي دي. موږ افغانستان ته عسکر لېږلي دي.»

د ټرمپ همدا ریشخند د هغو ایتلافي ملګرو بې آبه کول دي چي په افغانستان کي د امریکا له هلو ځلو څخه حمایت کوي، او هلته ئې عسکر وژل کېږي. یوازي ۴۵۰ برتانوي عسکر هلته وژل سوي دي.

ټرمپ دغه راز په افغانستان کي د شوروي اتحاد د ۱۹۸۰ د کلونو نظامي مداخله هم غلطه پیشکش کړه. هغه وویل،«شوروي ځکه افغانستان ته ولاړه، ځکه چي ترورسټان له هغه ځایه روسیې ته ننوتل. هغوی د دې حق درلود چي افغانستان ته ننوزي.»

زموږ د هیڅ امریکايي جمهورریس دغه رنګه بې بنیاده او بابېزه تاریخي خبره نه ده په یاد. شوروي اتحاد افغانستان په ۱۹۷۹ کي اشغال کړ، څو هلته یو ملګری کمونسټ حکومت په قدرت کي وساتي.

د شورویانو همدا اشغال ټولي غیر کمونسټي نړۍ وغندی. شورویانو همدا اشغال د برژنیف د دکتورین په چوکاټ کي توجیه کاوه. هغوی ویل چي هیڅ کمونسټي حکومت ته باید اجازه ور نه کړه چي شرقي بلاک پرېږدي.

د شوروي لخوا د افغانستان اشغال د ساړه جنګ د اوج ټکی وو، او ټولو جدي خلګو ته ئې د کمونسټ کرملین تهدید برملا کړ. د ښاغلي ټرمپ لیونی تاریخي برداشت دا مهم واقعیت نه سي بدلولای.

د واشنګټن ایګزامینر د جنوري پر ۳ لیکي جمهورریس ټرمپ پرون په افغان جنګ کي د نه پرمختګ په برخه کي خپله بې حوصله ګي په عام محضر کي برملا کړه. ټرمپ په افغانستان کي د نه پرمختګ پړه پر جم مټیس باندي واچوله،«هغه زما لپاره څه وکړه؟ هغه په افغانستان کي څه وکړه؟ هغه چندان پرمختګ و نه کړ. زه په افغانستان کي د هغه له کارونو څخه خوښ نه یم. تاسو پوهېږي چي جمهورریس اوباما هغه برطرفه کړ. ما هم برطرفه کړ. زه نتایج غواړم.»

اخبار لیکي ټرمپ وویل چي روسیه، هند، او پاکستان افغانستان ته څېرمه پراته دي. «ولي هغوی په افغانستان کي نه دي؟ ولي موږ په افغانستان کي یو؟ موږ له افغانستانه ۶۰۰۰ میله لیري پراته یو.» ټرمپ دغه راز پر هغو ایتلافي ملګرو باندي ملنډي ووهلې چي په افغانستان کي فقط څو محدود عسکر لري، او په جنګ کي برخه نه اخلي. ټرمپ وویل،«د هند صدراعظم موډي راته په اصرار وویل چي هند په افغانستان یو کتابتون جوړ کړ. یو کتابتون به څه وي؟ موږ په افغانستان کي په پنځو ساعتونو کي د همدې کتابتون په قیمت پیسې مصرفوو.»

ټرمپ پدې خبري ناسته کي وویل طالبان او داعش دواړه زموږ دوښمنان دي، او موږ باید هغوی پرېږدو چي پخپل مینځ کي سره وجنګېږي. موږ باید د هغوی د جنګ په منیځ کي ځان وا نه چوو.

د نیویارک مجله د جنوري پر ۳ لیکي ټرمپ د شوروي لخوا د افغانستان د اشغال حمایت وکړ،‌ حال دا چي تر اوسه پوري د امریکا یوه جمهورریس دا کار نه دی کړی. امریکايي چارواکو تل باور لاره چي شورویانو ځکه افغانستان اشغال کړ چي غوښتل ئې یو لړزانه کمونستي حکومت هلته وساتي. همدا د «برژینف دوکتورین» وه چي باید هیڅ سوسیالستي حکومت ړنګېدو ته پرې نه ښودل سي. خو ټرمپ د امریکا همدا موقف رد کړ.

_______________

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

مخکینې مطلب

اروزګان: بهرنیانو پر خپلو “افغان ملګرو“ درنه بمباري کړې

بل مطلب

مایک پنس: ټرمپ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په برخلیک فکر کوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
افغانستان

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
افغانستان

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com