لوګر کې پنځه سيمه ييز پوليس طالبانو ته ژوندي په لاس ورغلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۵)

د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې چاپه اچولې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، تيره شپه طالبانو د يادې ولسوالۍ په دهنو سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې چاپه اچولې چې په پايله کې يې پنځه تنه پوليس ژوندي نيولي دي.

دغه راز نوموړی وايي، د پوليسو شپږ ميله وسلې او په زياته اندازه جنګي مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.

تر اوسه د لوګر ولايتي چارواکو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو يوې امنيتي سرچينې د پنځو تنو سيمه ييزو پوليسو د لادرکه کېدو خبر ورکړی دی.

په وروستيو کې طالبانو خپلې جنګي تګلارې بدلې کړي او د (ليزري قطعې، سرې قطعې، چريکي دلګۍ) په نوم ځانګړي کسان يې روزلي چې وخت ناوخت د هېواد په مختلفو سيمو او ښارونو کې پر امنيتي پوستو چاپې اچوي او تر ډيره يې عمليات بريالي وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button