طالبان: د سعودي غونډه کې ګډون نه کوو، خو له امریکا سره به مذاکراتو ته دوام ورکړو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۵)

ټاکل شوې وه چې په روانه جنوري میاشت کې د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او  امریکایي لوري ترمنځ بله ناسته هم وشي،خو ویل کیږي چې دا ناسته د اوس لپاره ځنډول شوې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته ویلي، په سعودي عربستان کې ناسته د دوی په پلان کې نه وه، او ګډون به په کې ونه کړي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې له امریکایانو سره له خبرو نټه نه کوي او هڅه کوي د افغانستان د کړکیچ په تړاو ورسره نور مذاکرات ترسره او یوه سولییز تفاهم ته ځان ورسره ورسوي.
بلخوا بیا ځینو سرچینو خبر ورکړی چې دا ناسته له دې کبله لغوه شوې چې طالبانو نه غوښتل له افغان پلاوي سره لیده کاته وکړي ، په داسې حال کې چې خلیلزاد ، سعودي او پاکستان په ځلونو د ملي یووالي حکومت ته ډاډ ورکړی و، چې طالبان به ورسره مخامخ خبرو ته حاضروي.
طالبان وایي، له افغان حکومت، سیاسي ګوندونو او ټولو مطرحو څیرو سره خبرې کوې، خو چې له امریکا سره د اشغال د پای ته رسیدو په هکله تفاهم ته ورسیږي.

تر دې وړاندې د سولې عالي شورا ویلي وو،چې سعودي ته به وروسته تر هغه پلاوی واستوي، کله چې د طالبانو سره د ناستې کلک تضمین ورکړل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button