له تېرې ورځې راهيسې د سالنګ لويه لاره د باروړونکو موټرو پر مخ تړلې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۵)

د پروان ولايتي چارواکي وايي، له پرون جمعې ورځې راهيسې يې د سالنګ لويه لاره د لویو بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.

د پروان د والي ويانده وحيده شهکار وايي، دغه لویه لار د سختو واورو د ورېدو او توپانونو له کبله د ترافیکي پېښو د مخنيوي په موخه تړل شوې ده.

د نوموړې په خبره، د سالنګ لاره د لويو موټرو پرته د نورو مسافر وړونکو موټرو لپاره خلاصه ده.

د چارواکو په وينا، په دغه لاه تر اويا سانتي پورې واوره وريدلې ده.

سالنګ د افغانستان یو له مهمو ستراتیژیکو لویو لارو ده چې له غرونو تېرېږي او د ژمي په موسم کې یې دواړه لوري، شمالي او سوېلي، سختو او طوفاني واورو پوښلې وي.

ډيری وخت پکې د دواورو ورېدو پر مهال د برفکوچونو او واورو ښويېدو امکان وي چې له کبله يې مسافر وړونکي موټر او پکې ناسته سوارلې زيانمېږي.

که څه هم دا مهال دغه لاره يوازې د لويو باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې خو هرکال د زیاتې واورې ورښت له کبله د څو ورځو پر مخ د هرډول ترافیکو پر مخ هم تړل کېږي چې موټر پکې تګ راتګ نه شي کولی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button