کندهار: د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښته کې مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۵)
د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي وايي، طالبانو تيره شپه يوولس بجې د ناوې پر امنیتي پوسته بريد وکړ چې تر نن سهاره پورې يې دوام وکړ زياتوي په دغه څلور ساعته جګړه ې اووه پوليس او شپاړلس طالبان وژل شوي دي.
د عزيزي په خبره، په دغه نښته کې يوولس وسله وال او څلور پوليس نور ټپيان دي.
له بله پلوه طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي، طالبانو د سپين بولدک ولسوالۍ د بيګاني بريد په پايله کې د پوليسو يوه قرارګاه په بشپړه توګه نيولې او پکې ميشت د قومندان بشير په شمول پنځلس عسکر وژل شوي چې سجدونه يې د جګړې په ځای کې پاتې شوي دي.
نوموړی زياتوي، د نښتې په پايله کې یو ټانګ، دوه موټر ویجاړ شوي، د پوليسو يوولس ميله وسلې او په زياته اندازه مهمات د طالبانو لاسته ورغلي په خبره يې د یادو عسکرو کومک ته د عطاءالله له قرارګاه څخه کومکي ځواکونه راتلل چې د طالبانو له کمین سره مخ شوي او مرګ زوبله ورته اوښتې ده.
که څه هم چارواکو په دغه جګړه کې د شپاړلس طالبانو د وژلو او يوولس نورو د ټپي کېدو ادعا کړې خو طالبان وايي په دغه نښته کې یوازې څلور طالبان ټپيان شوي او نور زيان ورته نه دی اوښتی.
د نورو ولسواليو په پرتله په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو بريدونه نسبتاً کم دي خو دا لومړی ځل دی چې په ياده ولسوالۍ کې د طالبانو دومره ستر بريد ترسره کېږي او په زيات شمير پوليسو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.



