د ایران د بهرنيو چارو مرستيال وزير کابل ته راغلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۵)

د ایران د بهرنيو چارو مرستيال وزير عباس عراقچي نن د شنبې په ورځ کابل ته راورسېد.

د ارګ مرستيال ویاند عارف صميم کابل ته د عراقچي سفر د تاييدولو تر څنګ ويلي چې نوموړی له ولسمشر غني سره کتلي خو د دغه کتنې په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې عراقچي د خپل سفر په لړ کې د دغه وزارت د مرستيال ادريس زمان سره هم کتلي او ټاکل شوې چې د ملي يووالي حکومت له نورو چارواکو سره هم وګوري.

دا په داسې حال کې، چې د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير تيره اوونۍ په خپل هېواد کې د طالبانو له استازو سره هم کتلي و چې طالبانو هم هغه هېواد ته د خپل پلاوي لېږل تاييد کړي و په وينا يې: تر څو له اشغال څخه وروسته افغانستان او سیمې ته د سولې او امن د اعادې په اړه له ګاونډي هیواد ایران سره خپل نظر شریک کړي.

هغه مهال د ایران د بهرنيو چارو د وزارت وياند بهرام قاسمي ويلي و چې عراقچي له طالب استازو سره پر افغان سولې او یو لړ مسايلو خبرې کړې وې.

دا دوهم ځل دی چې د ایران د بهرنيو چارو مرستيال وزير عراقچي کابل ته راځي، نوموړی څو اوونۍ مخکې هم کابل ته راغلی و او پر افغان سوله يې له چارواکو سره خبرې کړې وې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button