بلخ او فاریاب کې ۷۲ تنه امنیتي ځواکونه طالبانو ته ورغلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۸)

راپورونه وایي چې د بلخ ولایت په خاص بلخ او د فاریاب په بندر ولسوالیو کې لسګونه امنیتي سرتیري له طالبانو سره یوځای شوي دي.
خبر زیاتوي، د خاص بلخ په ولسوالۍ کې تر شپیتو ډیر امنیتي ځواکونو خپلې دندې پریښې او د طالبانو لیکو ته ورغلي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې د پخلي ترڅنګ وایي،

“۵۳ پولیس، ۸ تنه د ملي اردو عسکر او ۲ تنه اربکیان د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او له مجاهدینو سره یوځای شول.“

نوموړی وایي، دا کسان د دوی د جلب او جذب کمیسیون په هڅو له طالبانو سره یوځای شوي دي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې ۹ نهه تنه محلي پولیس دفاریاب بندر ولسوالۍ کې د طالبانو لیکو ته ورغلي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي یوځای شوي امنیتي سرتیري د سردې، خم سفید او شیخ علي سیمو څخه له دوی سره یوځای شوي.
سرچینې وایي، طالبانو او سیمیزو خلکو د یوځای شویو امنیتي سرتیرو تود هرکلی کړی دی.
دولتي چارواکو په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button