ولسمشر اشرف غني په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو له خبرو ناراضه ښکاري

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د سولې کيلي په کابل او د جګړې کيلي په اسلام اباد کې ده.
نوموړي دا څرګندوني نن د لويې جرګې په خېمه کي د ځوانانو ملي کنفرانس ته کولې.
اشرف غني نن په خپله وينا کې وويل، نړيوال بايد د سولي په برخه کي د بېړي څخه کار وانه خلي، ځکه تېر ته په کتلو په افغانستان کي هر وخت د بېړي پرېکړي جګړه لا توده کړې ده.
اشرف غني پر طالبانو د نيوکي پر مهال وويل، که طالبان افغان حکومت ته مشروعيت نه ورکوي، نو دوی له کوم لوري مشروعيت لري.
ښاغلي غني پر داسي مهال دا څرګندوني کړي چي د امريکا له لوري د طالبانو سره د خبرو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وويل، چي سوله قرباني غواړي خو د طالبانو مخالف لوری په دې برخه کي همږغي نه لري چې اشاره د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني ته وه.
څېړونکي وايي، که څه هم په قطر کي د امريکا او طالبانو تر منځ د شپږ ورځنيو خبرو جزئيات نه دي په ډاګه سوي، خو داسي برېښي چي افغان دولت له دې خبرو ناراضه ښکاري.
بل خوا په قطر کي د طالبانو يو استازي شېرمحمد عباس ستانکزي يو وېډيويي کليپ خپور کړ، چي پر افغان ولسمشر اشرف غني ئې نيوکه کړې او ويلي ئې دي، چي نوموړی په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د پاتي کېدلو يا ايستلو پرېکړه نه سي کولای.



