طالب چارواکي: د واک انحصار نه غواړو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۱)

دوو طالب چارواکو پر خپلو مرکو کې ټینګار کړی چې د واک انحصار نه غواړي او راتلونکي افغان حکومت کې به ټول افغانان خپل ځان وګوري.

اسوشیټد پریس خبري اژانس په قطر کې له طالب مرکچي او د دغه دفتر له ویاند سهیل شاهین سره مرکه کړې او ویلي یې دي د اشغال تر ختمیدو وروسته به ټول تیر په هیر او یو بل ته به بښنه وکړو.
شاهین ویلي “ تر اشغال وروسته، موږ د قدرت انحصارول نه غواړو ، یو بل به زغموو او د یوه خپلواک هیواد دجوړیدو هڅه به کوو“
هغه زیاته کړې پولیس او پوځ کې به اصلاحات راولي او چارې به په عادي توګه دوام ولري.
بل لور ته د طالبانو د دفتر مشر عباس ستانکزي یوه مرکه کې ویلي ، امریکایانو ته ویل شوي چې په افغانستان کې یې هیڅ نظامي، استخباراتي ، روزونکي او مشاورین نه شي زغملی او که د سفارت د ساتنې موضوع وي هغه به افغانان ورته وساتي”بیا هم که دوی اصرار کاوړ نو راتلونکی حکومت به بیا د دې مسئلې برخلیک ټاکي خو ځواکونه به یې په سفارت کې دننه وي.
نوموړي د افغان حکومت سره د خبرو او انتخاباتو په تړاو وړیل، فعلي حکومت یوه فاسده اداره ده، د اشغال تر چتر لاندې هیڅ حکومت مشروعیت نه لري او که انتخابات ترسره کیږي هم، د ولس د غوڅ اکثریت د نه ګډون له امله مشروعیت نه لري

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button