(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۴)
په کابل کې د روسیې سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي ،د راتلونکې سې شنبې په ورځ په مسکو کې کیدونکې غونډه د دغه هیواد له خوا نه، بلکې هلته د میشتو افغان فعالانو له خوا ترتیب شوې ده.
اعلامیه کې راغلي، دغه غونډه کې به د روسیې د دولت کوم چارواکی او د نورو هیوادونو استازي ګډون ونه لري.
یادې غونډې ته یو شمیر افغان سیاسي مشران او مطرحې څیرې او طالب چارواکي وربلل شوي چې د هیواد د راتلونکي وضعیت په هکله به خبرې وکړي.
سرچینې وایي،په وربلل شویو کسانو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، عطا محمدنور، شاه نواز تڼی، ملا عبدالسلام ضعیف، محمد اسماعیل خان، ګلبدین حکمتیار محمد محقق او ځینې نور سياستوال شامل دي.
یاده غونډه د اختر صافی او نادرشاه په نوښت جوړه شوې چې په مسکو کې د افغان مدني ټولنې فعالان دي.
افغان حکومت د دغې غونډې مخالفت کړی او ویلي یې دي چې ګډون نه په کې کوي


















