هند: ريل ګاډی له پټلۍ وتلی، لسګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۴)

هندي رسنۍ وايي، د دغه هېواد په شمال کې يو ريل ګاډی له پټلۍ وتلی چې لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چارواکو په وينا، دغه پېښنه نن سهار د هند په بيهار ايالت کې رامنځته شې چې په ترڅ کې يې اووه تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

د ريل ګاډي ځايي مسوولين وايي، تر اوسه د پيښې لامل نه دی په ډاګه شوی خو د ريل ګاډي يوولس خونې له پټلې وتلي او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د مسوولينو په خبره، سيمې ته مرستندويه ډلې رسېدلي او ښايي په پېښه کې د زيانمنو کسانو شميرې لوړې شي.

د هند ډير خلک په ريل ګاډو کې سفرونه کوي چې وخت ناوخت له ورته ډول پيښو سره مخ کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button