عبدالله احمدي
نن يو ځل بيا د کابل ادارې مشر محمد اشرف غني چې ولسي جرګې ته يې وينا کوله وويل: د سولې روانې خبرې د تړلو دروازو تر شا له يوې وړې ډلې سره روانې دي، چې ښې پايلې به ونه لري او د سولې له روانو خبرو يې ناهيلي ښودلې ده.
وړه تبصره
طبعاً د ښکيلو خواوو تر منځ د منازعې د حل لپاره په لومړيو کې هڅې او کوششونه په مخفي توګه د بندو دروازو تر شا کېږي او له ټولو جزئياتو څخه يې خلک خبرول، حالت او شرائط نه قبلوي، ځکه اکثره وخت ځينې مسائل په لومړيو وختونو کې د ښکاره کولو اجابت نه کوي، د دې لپاره چې د شخړې حل او ختمولو ته په سهي توګه رسيده ګي وشي په ګډه پريوه پلان باندې کار کېږي او د هغه په رڼا کې قدم اوچتېږي.
د ملي وحدت د حکومت مشر چې افغانانو ته د مفکر په نوم معرفي شوی، د کومو اصولو په اساس او په کوم دليل دا خبره کوي؟ چې د دوو دولتونو تر منځ دې په حساسو او باريکو مسائلو کې نور څوک هم برخه واخلي په داسې حال کې چې د هغوی شتون پکې د ګټې پر ځای زيان ډېروي، نه پوهېږم! چې دې سړي به يا کاملاً دماغي توازن له لاسه ورکړی وي لکه څنګه چې محمد محقق ويلي چې اشرف غني عصبي ناروغ دی او يا به دا خبرې چې ځورېدلي ولس ته يې ابلاغوي په دې حساس پړاو کې چې له ۱۷ کلن بدمرغه اشغال څخه د خلاصون شېبې دي د بل چا ورکړل شوې ميکروبي او مخکې له مخکې څخه پلان شوې خبرې وي څو په روانو کاميابو مذاکراتو کې خنډونه ايجاد کړي او د دوی په ګومان دا بهير پرې سبوتاژ کړي، خو دا هغه څه دي چې نن ورځ نشي کېدی، ځکه چې د منازعې مهم اړخ يې ګډونوال دي که فرضاً امريکايي اړخ د کابل ادارې په توسط دا کار کوي، پايلې به يې امريکا او کابل ادارې ته ډېرې خطرناکې وي چې جبرانول به يې بيا ورته سخت کار وي.
طالبان که وړه ډله وي او يا لويه خو داعيه، مبارزه او قيام يې مشروع، قانوني، معقول او منطقي دی.
اهداف او غوښتنې يې سپېڅلې دي ځکه هېواد یې اشغال شوی، خپلواکي غصب شوې، شرعي او قانوني نظام يې جبراً او ظلماً نړول شوی، هېوادوال يې محکوم او زورول شوي دي.
دوی د خپل ولس په نماينده ګۍ او استازيتوب د خپل هېواد د استقلال او ازادۍ په خاطر له يرغلګرو ځواکونو سره ۱۷ کاله جګړه او مقابله کړې او لا هم لګيا دي څو يرغلګر وشړي، د افغانانو د دين، کلتور او ازادۍ ممثل نظام قائم کړي، څو هېوادوالو ته د زخمونو مرهم د تکاليفو او مشقاتو حل کوونکې اداره د ذکر شويو صفاتو لرونکې وي؛ جوړه کړي.
نو دا اصلاً وړه ډله نه ده بلکې په سلو کې د نوي سلنه ولس نماينده ډله ده.
وړه ډله د کابل اداره ده چې فقط شپږ يا اووه سلنه خلکو څخه د امريکايي اشغال تر چتر لاندې د اشغال د تداووم او د اشغالګرو ځواکونو د اهدافونو د تحقق او تحفظ لپاره اشغالګرو په ډېر زيات مصرف سره تشکيل او جوړه کړې ده، چې له لومړۍ ورځې څخه د ولس په دښمنۍ او وژنه بوخته ده او بيا تر نن تاريخ پورې.
ټول هغه منفور، شړل شوي، قاتلان، خائنان او غله يې پکې پر سر د اقتدار راوستلي او د ملت پر کور يې د B52، ډرون او د بمونو د مور او پلار په زور پرې حاکم کړي دي چې هيڅ ډول اسلامي او افغاني صبغه او ترحم څخه عاري او خلاص دي، په تمامه معنا د امريکايي ګټو لپاره ژمن، د افغان ولس پر کور د بمونو او اورونو په اورولو سره زړور او په دې سره ځانونو ته له يرغلګرو څخه ثمرات اخلی.
نو ويلی شو چې دلته ستونزه د امريکا او افغان ولس ده، خبرې او مذاکرات به د همدې دوو جهتونو تر منځ کېږي، چې د افغان ولس استازيتوب پکې طالب کوي، لومړی خو تاسو د کابل اداره ځکه د افغان ولس استازيتوب نه شي کېدای چې لومړی خو تاسو د يرغل پيداوار او تمويل ياست!
دويم: ۱۷ کاله مو له ولس سره د نماينده جهت په توګه برخورد او معامله نه ده کړې بلکې چې وس مو شوی هغومره وحشت، بربريت او ظلم کړی دی.
دریم: د افغان ولس تر ټولو ستره غوښتنه د هېواد استقلال، د اشغالګرو وتل او يو اسلامي، مقتدر او ټول شموله نظام دی، چې تاسو ته دا شيان مخکې او اوس د نه منلو وړ وو او دي او هم يې د راتګ په لار کې لوی خنډ ياست، ځکه مو بار بار په هر مجلس کې د بهرنيانو د وتلو مخالفت کړی دی.
څلورم: تاسو کاملاً او په تمامه معنا د امريکايي ځواکونو په پاتې کېدلو او ايستلو کې بې واکه او عاجز ياست! نو عاجز او بلواک څوک د چا نماينده ګي او استازيتوب نشي کولی، او پاتې شوه د خارجيانو د وتلو خبره، هغه خو نو ستاسو له وس او توان نه پوره نه ده.
پنځم: تاسو د کابل اداره ځکه د ملت استازي نه ياست چې ملت د خپلواکۍ، خود دارۍ او سرتاسري سولې د راتګ لپاره په ځان تکليفونه، کړاوونه، وحشتونه او ظلمونه د امريکايانو او دې ادارې لخوا څخه وګالل نو نن ورځ چې له ملت سره تيريګر ځواکونه جوړ جاړي ته نږدې شوي تاسو يې په يوه او بله بهانه په مخکې خنډ جوړېږئ!
نو په نتيجه کې ويلای شو چې ګران هېواد ته به ازادي، خپلواکي او استقلال له ۱۷ کلونو څخه وروسته بيا راګرځي، دلته به هغه نظام او اداره جوړېږي چې د افغان ولس د عقيدې، فرهنګ او نبض څخه يې سرچينه اخيستې وي او د دې ولس د ازادۍ مظهره وي دا هغه څه دي چې تاسو د کابل اداره یې منئ! او که يې نه منئ! کېږي به او راځي به. ان شاء الله


















