خلیفه د زمانې په زړه کافر دی

ډاکټر یوسف کابلی
سیاف چې د خلق او پرچم او روسانو پر وړاندې د یوه جهادي ګوند رهبر پاتې شوی او د خپلې رهبرۍ نه یې د یوې لنګې غوا په څیرې بیخرته شخصي ګټې پورته کړي، د خپلې عربې ژبې فصاحت او بلاغت له برکته یې یې ډیری عربي شیخان نور هم دې ته واداره کړي وو څو د مرستو غوښینې برخې د ده په جیبونو کې وغورځوي، هغه مهال ما د یوه عرب له خولې واوریدل چې ویل یې: (کل القادة بیعوا لامریکا الا شیخ سیاف) یعنې له سیاف پرته نور ټول رهبران پر امریکا خرڅ شول، خو حقیقت داسې نه و، بلکې لامل یې دا و چې سیاف د خپلې خولورې خولې له برکته عربان په خورا مهارت سره داسې تیرویستلي وو لکه نن یې چې امریکایان تیر ایستلي دي، هغه مهال د سیاف په خوله کې د جهاد او اسلام مبارک او سپیڅلي کلمې زمزمه کیدې خو زړه یې په په څه نورو کرغیړنو موخو ډک و سیاف دغه مهال د اسلام او جهاد په نوم بې حسابه شخصي بوجۍ له نغدي مرستو ډکې او ذخیره کړې.
خو د وخت په تیریدو سره زمانې ورو ورو د سیاف له اصلیت نه ګرد او غبار لري کړ، او اصلي څیره یې خلکو ته بربنډه شوه، د امریکایانو په راتلو سره یې سملاسی له مجاهدو عربانو مخ واړاوه او د امریکایي ډالرو د ترلاسه کولو په موخه یې امریکایی ښکیلاکګرانو ته مخه کړه او د امریکایانو نه په تقلید یې عربي مجاهدینو ته د ترهګرو نسبت وکړ او هم یې له امریکایانو پر افغانستان د تیري په مقابل کې د چُپ پاتې کیدا دومره ډالر واخیستل چې ډیر نسلونه به یې پرې د عیش او عشرت ژوند تیروي او خلاص به نه شي.
سیاف د امریکایانو تر تیری راوروسته یوه ورځ هم د امریکایانو په لاس د بیګناه افغانانو د وژلو، بندي کولو، شکنجه کولو، کورونو ورانولو، شپنیو چاپو، د بمونو ورځولو، د ښځو او ماشومانو په ژړولو د ښځو په بې عفته کولو خپل ادنا آواز هم پورته نکړ، او نه یې په هیواد کې په تلویزیونو او نورو د فحش او رقص ځایونو کې د فحش سندرو او نڅاګانو په اړه خوله خلاصه کړه، بس خپله فصیحه خوله یې یواځې د طالبانو او اسلام په وړاندې په وار وار خلاصه کړې د اسلام سپیڅلی عبادت جهاد یې په آیتونو او احادیثو سره خلکو د ترهګر معرفي کړ.
برسیره پر دې یې په پغمان او کابل کې بې شمیره جریبه دولتی او د کمزورو خلکو ځمکې غصب کړې، مارکیټونه یې پرې جوړ کړي کورونه یې پرې جوړ کړې او په کرایه یې ورکړل او د سرو او سپینو څښتن شو، د زیاتو پیسو غونډولو په موخه یې یو شخصي پوهنتون هم جوړ کړ، په هیواد کې یې د هیڅ ډول بې دینۍ او اشغال پر ضد خوله خلاصه نکړه.
خو بر عکس تیره ورځ یې د سولې په اړه په وینا وکړه، او په ډیر وقاحت سره یې د خپلو خبرو په جریان کې د جهاد سپیڅلي عبادت ته ډرامه نوم ورکړ او ویې ویل چې:
(طالبان باید نور د جنګ ډرامه پای ته ورسوي)
یعنې هغه ډرامه چې سیاف هم د قران او حدیث په اوامرو د روسانو پر ضد پیل کړې وه او یو نیم ملیون افغانانو په دغه لار کې خپل سرونه قربان کړل خو هغه مهال یې نه ورته ترهګري او نه هم ډرامه ویله ځکه چې د ده جیبونه پرې ډکیدل او یوه لنګه غوا یې ګڼلې وه خو دا چې اوس یې جیبونه د امریکایانو لخوا ورډکیږي نو نور جهاد ته ډرامه وایی. نو ځکه د خوشحال بابا د شعر مطابق سیاف ته ویلای شو چې: خلیفه د زمانې په زړه کافر دی.



