د اجرائيه مشر او ولسمشر تر منځ اختلاف له امله نا مسلکي کسان پر دندو ګمارل کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۶)
د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ، کورنيو چارو وزارت ته د نوماند وزير پر ټاکلو د اجرائيه مشر او ولسمشر تر منځ اختلاف د دې لامل شوی چې لا هم دغه وزارت د سرپرست له خوا اداره کېږي.
امرالله صالح د روان کال د مرغومي په دويمه د ولسشمر غني له خوا د سرپرست په توګه وټاکل شو خو له اووه ويشت ورځينۍ دندې وروسته يې بيرته استعفا ورکړه او دا مهال د ياد وزارت چارې د ملي امنيت د مشاور حمدالله محب له خوا پر مخ وړل کېږي.
د سياسي چارو کارپوه عبدالواحد طاقت وايي، اوسنيو شرايطو ته په کتو بايد د کورنيو چارو وزارت لپاره د نوماند وزير په معرفۍ کې بايد يوه ورځ ځنډ هم نه وای شوی زياتوي د ولسمشر او اجرائيه مشر تر منځ د نيم په نيمه حکومتي ويش بنسټ ايښودل ناسم دي او ارګ او سپيدار ماڼۍ تر منځ اختلاف د دې لامل شوی چې د دغه وزارت په شمول په ځينو نورو وزارتونو کې هم نامسکلي کسان پر دندو ګمارل شوي او ډيری وزارتونه لا هم د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.
همدارنګه د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاده شهلافريد هم وايي، چې د دواړو مشرانو تر منځ اختلاف له کبله امنيتي ارګانونو ته نا مسلکي کسان تللي او امنيت د هرې ورځې په تيرېدو لا خرابيږي.
دغه راز د شنونکی محمد حسن حقيار بيا وايي، چې د کورنيو چارو وزارت ته د وزير نه معرفي کول د ولسمشر او اجرائيه مشر بې کفايتي څرګندوني.
د ګډ حکومت له پيله تر دې دمه د حکومت ډير شمير وزارتونه، رياستونه او مهم ارګانونه د اجرائيه مشر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني تر منځ د اختلاف له امله د سرپرستانو له لوري اداره شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.



