پر امنيتي ځواکونو ترحم پکار دی!

محمد زمان مزمل

څلوېښت کاله وشول چې زموږ امنيتي قوتونه د غلطو او ښويېدلو سياسي واکدارانو د غلطيو، مخالفتونو او بالاخره د ملت په وړاندې په جګړه کې په بده طريقه استخدام شول.

 کومه اردو چې د غازي امان الله خان د ازادۍ له اعلان سره جوخته تشکيل او په واڼه او ټل کې يې د پرنګيانو بيرغونه راټيټ کړل او بيا د ګډوډۍ په دوران کې هغه د خپل ملت په وړاندې چا جنګ ته په غلطه ونه شوه درولی، هغه په بل تدبير کې نادر خان له سره تشکيل او تر څلوېښتو کلونو پورې د دې هېواد د جغرافيې او حدودو حامي وه.

کودتايي تحميلي حکومتونو په تېره د ثور د کودتا واکدارانو دا اردو د ملي ارزښتونو پر ضد د روانو اصلاحاتو په جګړه کې د خپل ملت په وړاندې ودروله، ولې په هماغه اول سهار کې د دغې اردو وطنپرست جنرالان يا د کور په مخ کې ضربه شول او يا زندان ته ننويستل شول.

په دې ترتيب د ملي اردو ځای خلقي اردو ونيوه، ولې بيا هم افغاني اردو د شوروي ضد جګړه کې په نهرين، اسمار، ماله جات، هرات او نورو ځايونو کې هغه کارنامې وکړې چې نور په هېواد کې شورويانو ته د خپل او پردي پېژندل ګران شول.

په دې ترتيب په اوسنۍ اردو او ټولو امنيتي ځواکونو ترحم پکار دی.

هغوی يوې داسې جګړې ته درول شوي وو چې د ناټو او ټرمپ په حساب يو طرفه کول يې ناشوني و.

اوس چې د سولې خبرې مطرح دي، امريکايي ځواکونه وځي، زموږ د اردو اصلي وظيفه به پکې راڅرګنده شي. طالب او بله هره ډله به نور په کومه پلمه د دغو عزيزانو د وژلو او بې ځايه مصروفولو ته زړه ښه کړي.

يو تعداد خلک چې د جګړې اوږدول غواړي پر دغو عزيزانو د ترحم پر ځای داسې څه وايي چې معنا يې له طالب سره د سولې روان جريان ټکنی کول دي او امنيتي ځواکونو ته بې ځايه تشويش پيدا کول دي.د بهرنيانو په وتلو د قتل فتوا هم پای ته رسېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button