(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۶)
د راپورنو له مخې، د جوزجان ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له کبله د يوې کورنۍ شپږ غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
پېښه د مزارشريف ښار او فارياب ولايت پر لاره د جوزجان په چغچي سيمه کې رامنځته شوې ده.
د جوزجان د والي وياند فريدون انيق وايي، د کرولا او باروړونکي موټر د ټکر له امله په پېښه کې اووه تنه مړه شوي چې شپږ يې د يوې کورنۍ غړي دي.
په مړو شويو کې درې ميرمنې او دوه کوچنيان هم شامل دي.
نوموړی زياتوي، دغه پېښه د موټرچلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
په هېواد کې ډير کله ترافيکي پيښو کې ګڼ شمير کسان ژوند له لاسه ورکوي چې اساسي لامل يې د سړکونو خرابوالی او د موټرچلوونکو بې احتياطي او نا مسلکي توب بلل کېږي.


















